هند ته د ولسمشر ټرمپ  د سفر پر مهال لاريونونو کې يو پوليس وژل شوی او يوولس ټپيان دي 

روهي (درې نۍ/۶ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرپم تېره ورځ د لومړي ځل لپاره هندوستان ته په دوه ورځني سفر لاړ. له نوموړي سره په دې سفر کې ميرمن، لور او زوم يې هم ملاتيا کوله. 

نوي ډيلي کې د ولسمشر ټرمپ د سفر پر مهال لاريونونو کې يو پوليس افسر وژل شوی او يوولس نور ټپيان شوي دي. دغه لاريونونو هندوستان کې يو شمېر هندو مذهبه قوم پالو او کمونېستي ډلو په لار اچولو وو. 

دغه لاريونونه د امريکا متحدو ايالتو حکومت د بهرنۍ پالېسۍ پر ضد وو چې درې لاريون کوونکي په کې هم وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي. لاریونونه د پلازمېنې نوي ډيلي په بيلا بيلو برخو کې تر سره شوي. 

د هندوستان په نورو برخو کې هم  د هندوستان کمونېست ګوند ملاتړي سرکونو ته را وتي؛ (ټرمپه بېرته لاړ شه) شعارونو سره يې د متحدو ايالتو پر ضد لاريونونه  وکړل.