اور مــو راغلـــو تـر بـړستنـې، مونږ ويـده يـو
ويــې سـوې راتــه لمنــې، مونږ ويــده يــــو
دی پـاچـا مـو راتـــه لار هـــواره نــــه کــــړه
مخکـې يښـې راتــه غنـې، مـونږ ويــده يــو
بس يـواځـې يــې پښتون تـه پـه کې چل ده
سر مو غوڅ شي بی پوښتنې، مونږ ويده يو
د وطـــن حــالات اوس دې تــه رســــيدلـــې
ســـړې چيچــې لکــه ستنې، مونږ ويـده يـو
د مکــتب پـــــه جــونــو پـاشــې تــيزابونــــه
دوې مـو بـاسـې لــه پوهنـې، مونږ ويـده يـو
حميد احساس
وروستي