افغانستان له ۲۰۱۴ م کال څخه وروسته:

 
څو اونۍ وړاندی په لیزبون کی د ناټو غونډې او تازه په سپینه ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر اوباما پدې اعتراف وکړ چې په افغانستان کی يې ماتی خوړلی ده او اوس ددی وخت رارسیدلی دی چی خپله کمبله له افغانستان څخه ټوله کړی او تر ۲۰۱۴ کاله پوری له یاد شوی هیواد څخه ووزی.
پدی باندی موږ افغانان له وړاندی پوهیدو چی دا ورځ به راځی چی ناټو او په سر کی امریکا به افغانستان پریږدی دا ځکه چی ناټو له وارسا څخه زوروره نه ده چی پدی اړه څو میاشت مخکی ما هم یوه مقاله ( د ناټو لرلید په افغانستان کی)) تر عنوان لاندی لیکلی وه ،چی دلته لاندی يې لوستلای شی:
http://www.benawa.com/kandahar/fullstory.php?id=33419
ګرانو افغانانو تاریح(۹۲ع کال) بیا تکراریږی هغه داچې کله روسان له افغانستان څخه ووتل، د ډکټر نجیب الله حکومت څو کاله دوام وکړ چې بلاخیره د د موکراتیک ګوند د خپل منځنیو اختلافاتو په نتجه کی د هغه وخت د مجاهیدینو سره ایتلافونه وشول او بلاخیره د نجیب حکومت سقوط وکړ او ورپسی خو ټول تاریخ تاسو ته معلوم دی چې زموږ په هیواد کی څه وو چې ونه شول.
که چېری افغانان د خپل سرنوشت په هکله چې له ۲۰۱۴ ع کال څخه به شاته پیښیږی ښه غور ونکړی نو د افغانستان او افغانانو راتلونکی به ډیره خرابه او خطرناکه وی. دا ځکه چې د افغانستان لپار داخلی او خارخی شرایطو له ۹۲ کاله راپدی خوا ډیر تغيير کړی دی.
او ل دا چې په افغانستان کی خو قانون اصلاٌ وجود نه لری، کله چې قانون وجود ونه لری نو هلته به د یو دولت شتوالی څه معنی ولری؟ دا پدی معنی چې په افغانستان کی تش په نوم دولت دی چې هغه لویدیځ والو د خپلو اولسنو د غولولو لپاره د یوی نانزکی(ګوډۍ) په شان په لاس کی نیولی دی، چې نه پکشی ساه شته او نه څه کولای شی. همدا رنګه د کرزی په حکومت او خپله کرزی د هیڅ کار کولو او حکومتداری وړتیا نه لری، بدون له ورځی تیرولو او هغه هم ددی لپاره چې څنګه د اولس جیبونه او د ملت مال لوټ کړی. او څوک هم چې په حکومتی چوکۍ ناست دی په ځان، وطن او اولس باندی ایمان نه لری، او دا ویره ورسره
ده چې که نن لدی چوکۍ لری شی نو څه به کوی نو د سبا ورځی د بی باوری له ویری چې ، ده ټول مسولیت د کرزی او د هغه د حکومت په غاړه دی، په ناراوا پیسی پیدا کوی چې وږی پاتی نه شی. نو کله چې ناټو او امریکا په ۲۰۱۴ کال کی له افغانستان څخه ووځی یو عام تام چور به ګډ شی دا ځکه چې ولس ته به هم شرایط برابر شی.
دوهم دا چې د افغانستان ګاونډی حکومتونه لکه پاکستان ، ایران ، چېن، تاجکستان ، اوزبکستان او همدارنګه نور هیوادونه لکه روسیه، ترکیه، هند او سعودی عربستان د کرزی د حکومت په شان لاس تر زنی ندی ناست او له یوی ورځی نه بلی ورځی ته يې د نفوذ ساحه ډیریږی او زموږ د ګران افغانستان ژبه، شتمنی، کلتور او مذهب د خپلی ولکی لاندی په داسی حال کی لاندی کوی چې نوموړی هیواد (افغانستان ) د زور ازمویلو ډګر هم کاروی، او خپل منځنی دوشمنۍ د د یو تعداد هغو افغانانو په مټو چې يې په پیسو اخیستی دی په زور یو بل ته څرګندوی. چې غواړم څو بلګی يې هیوادوالو ته ورپه یاد کړم.
ایران په خپل ټول قوت هڅه کوی چې په لومړی سر کی د افغانانو کلتور او ژبه تر خپل کلتور او ژبی لاندی کړی او ددی لپاره يې په افغانستان کی یوه ډیره قوی لاره په کار اچولی ده چې هغه عبارت په میډیا( راډیو، ټلویزیون، ورځپانو او انترنیټ) باندی تاسیر اچول دی چې دا کار يې ډیره ښه نتجه هم ورکړی ده.
د یوه هیواد په میډیا نفوذ د همهغه هیواد په ولس او ملک نفوذ دی ،دا ځکه چې له همدغی لاری څخه یو هیواد يه اسانۍ سره تر خپل نفوذ لاندی راتللی شی تر څو شتمنی يې تر ګوتو شی.
په ورته کار باندی ترکی هم لاس پوری کړی دی چې غواړی ترکی کلتور او ترکی ژبه زموږ په ګران هیواد افغانستان کی رواج کړی چې د ایران په شان هدف تر لاسه کړی.
له پاکستان څخه به څه ګیله کوو ځکه هغه د چا خبره چې اډماتی دوشمن دی زموږ هیواد به هیڅکله هم په ارام پری نه ږدی.
هند د افغانانو په خاطر نه بلکی د کشمیر د ځانته کولو په خاطر د پاکستان سره زموږ په هیواد کی زور ازمويي کوی چې زیان يې هم موږ افغانانو ته رسیږی.
روسیه خو افغانستان د پلار او نیکه د نفوذ سیمه بولی او د ځان لپاره يې یوه ښه اړه(دیوال) ده، او که دا دیول مات شو نو د روسی ګټی به په پخوانی شوروی هیوادونو لکه تاجکستان،اوزبکستان او ترګمنستان کی د خطر سره مخامخ شی چې دا کار هیڅ کله هم د روسانو لپاره د منلو وړ ندی.نو ددی لپاره يې په افغانستان کی هر وخت مداخیله کړیده او په راتلونکی کی به کله هم له مداخیلی لاس ونه خلی.
نو کله چې ناټو له افغانستان څخه ووزی زموږ ګاونډیان به په افغانستان باندی د لیوانو په شان له هری خوا حملی وکړی او زموږ هیواد به پخی،پخی کړی او په ټو ټو به يې سره ووشی. دا ځکه چې شرایت نظر ۱۹۹۲ع ته اوس ډیر توپیر پدی لری چې اوس په داخیل د هیواد کی هم ځینی کړی شته چې د فیدرالیزه( یعنی ټوټه کیدل) غواړی او ددی شنی مصنعوی د موکراسی په شتوالی کی چې غربیانو پر افغانستان تحمیله کړی ده یادو شویو کړیو د افغانستان د جداکولو لپاره ډیر کار کړی دی، نو د ټوټه کیدو ویره يې هم ډیره ده.
ددی خطرونو مخنیوی به څنګه کوو؟؟
لومړی د کارزی او د هغه حکومت لپاره په کاری ده چې اول خپل ځانونه اصلاح کړی او ورپسی خپله اداره او صفوف له هر ډول فساد څخه پاک کړی، د قانون حاکمیت له ارک څخه شروع تر کلیو او بانډو پوری ورسوی او هیڅ چا ته تر قانون برتری ورنکړی. همدارنګه په اولس کی د وطن او يوال روهیه راژوندی کړی. همدارنګه حکومت د ګاونډیو په ځیر وڅری او مخنیوی يې وکړی، او هغه چاته چې د پردیو لپاره د خپل ولس او هیواد ګټی قربانوی او د بیګاناګانو نوکری کوی سخته جزا ورکړی. دا هغه څه دی چې د هیواد د یوالی په ساتلو کی مرسته کوی.نو که چېری په ۲۰۱۴ کال کی امریکا او ناټو له افغانستان څخه ووزی زموږ
هیواد به له عمومی لوټ څخه خوندی وی.
دوهم دا چې په داخیل او له هیواد څخه د باندی افغانانو ته پکار ده چې خپل منځنی اختلافونه یوی خواته کړی او پدی فکر وکړی چې څنګه خپل هیواد له متوجی خطرونو څخه ژغورلی شو سره یو شی.او همدارنګه پدی د زړه له خلاصه کار وشی چې څنګه طالبان او اسلامی حزب لومړی راپه خوله کړی، او بیا په حکومت کی ورته ونډه ورکړی. همدارنګه به او س طالبانو او اسلامی حزب ته هم معلومه شوی وی چې زموږ د هیواد او ولس سخت دښمنان څوک دی او څه يې وکړل.
نو زما په نظر که افغانان خپلو مسولیتونو ته متوجی شی نو زموږ هیواد به هم له ۲۰۱۴م کال وروسته یو هیواد وی.
کوم شاعر وايي چې:
په تدبیر د که د بام سوری بند نه کړ
دا تقدیر دی چې هغه کوټه به څاخی

ډاکټر ګل مر جان منګل۰