ځنګلونه او د هغوی ارزښت

په هېواد کې د ځنګلونو پراخوالې د خدای پاک له لوري غوره ډالۍ ګڼل کيږي،  چې د هسکو غرونو ښکلا د همدې ځنګلونو منندوی ده. که ځنګلونه نه واي چاپيريال به  بدرنګه او وران ښکاریده، په وچو دښتو  اوبیابانو هيڅ درد نه دواه کیږي. داچې له یوه پلوه زرغون موسمونه او شنه باغونه چاپيريال ښايسته کوي، له بله پلوه د انسان د ښه ژوند تظمين هم کوي.
 
نن ورځ د ککړې هوا څخه رامنځ ته کیدونکو زیانونو ټوله نړئ اندیښمنه کړې ده او کارپوهانو د چاپیریال د ککړتیا د راکمولو لپاره په نړیواله کچه خپلې هلې ځلې پیل کړي دي.
 
خو تر دا مهاله داسې فرمول نه دی پیدا شوی، چې د ککړ چاپیریال ناپاکه هوا په پاکه او صافه هوا بدله کړي. هغه  څه، چي د چاپيريال د ککړتيا په راکمولو او له منځه وړلو کي مرسته کوي يوازي زرغون او شنه  موسمونه، باغونه او ځنګلونه دي له بده مرغه تر کومه چي انسان په ساينسي تکنالوژی او نورو علومو کي وړاندي تګ کړی او خپل ژوند کي یې بدلون راوستی د خپل تمدن د اړتياو د پوره کولو لپاره يې د ځنګلونو په بي رحمانه ډول د پريکولو څخه هم ډده نه ده کړي چي تر ټولو ناوړه پايله يې د ککړ چاپيريال رامنځ ته  کول دي.
 
ځنګلونه له یوه پلوه چاپيريال پاک ساتي د سيلابونو مخه نيسي او  د وحشي ژوو کورونه په خپله غيږ کي لري او د بل پلوه د طبي بوټو په وده او نمو کي مهم رول لوبوي اوهم زمونږ لپاره پاکه او تازه هوا برابروي.  
 

ځنکل د هغه ساحې څخه عبارت دى، چې د ونو (Trees) بوټو (Shrubs) او رنګارنګ وښو (Grass) څخه تشکيل شوي وي ، او په يوځانګړي وخت کې يې د ځمکی  يوه خاصه  برخه پوښلي وي.
 

ونه : هغه بوټی ته ویل کیږی چې ځانګړې يا واحده لرګينه تنه ولري او ارتفاع يی تقريباً د ٢ مترو څخه زياته وي.
 
بوټي : هغه دي چې ونه يې لنډه او د کرون په برخه کې يي د اصلي تني څخه څو نورې تني  رامنځ ته شوی وی.
 
ګراس يا واښه :په عمومي ډول سره د وښو او علفي بوټو څخه عبارت دي چې لرګينه برخه نه لري او د حيواناتو د تغذيی په ډول ورڅخه ګټه اخيستل کيږي.
 
ځنګلونه د توليدي ( Productive ) رول تر څنګ د ساتونکي ( Protective ) ارزښتونو لرونکي هم دي او دواړه يي د ژوند د پايښت لپاره ارزښتمن دي يعني له ځنګل څخه د ساختماني چارو ، سون لرګيو ، ميوو ، غوښي ، شات او داسی نور تر لاسه کيږي . بلکې ربړ ، غوړي  تيل ، لاک ، وريښم ، کاغذ ، الکول ، سلولوز ، تانين ،ترپنتين ، ويتامني اوړه ، رنګونه ، ژاولي ، سريښ ، کيمياوي مواد او نور فرعي محصولات هم تری لاسه ته راځی. چي دا ټول د انساني ژوند او هم د وحشي ژوند د بقا لپاره لازمي مواد ګڼل کيږي.
 
د افغانستان طبیعي  ځنګلونه :
په هیواد کې طبیعي ځنګلونه دوه   عمده ډولونه لري  ستن پاڼې  (سوزنی برګان) ، پلن پاڼې (پهن برګان) دا ځنګلونه د د بحر له سطحې ۵۸۰ متره  لوړ   د ننګرهار او کنړپه ولایاتو کې او د بحر له سطحې  ۳۳۰۰ متره   لوړ په نورستان او پکتیا کې دي.
 
الف – پلن پاڼې  ځنګلونه :
په افغانستان کې یو زیاد تعداد پلن پاڼۍ نباتات موجود دي ، چې د ځمکې یوه لويه او پراخه ساحه یې پوښلې ده دا پلن پاڼۍ عبارت دی له :

  • څیړۍ يا بلوطQuercus baloot :
  • غوړه څیړۍ  (Oak)   علمي نوم       Quercus semicarpifolia  
  • سپيره څیړۍ (Oak)   علمي نوم   Quercus deletata 
  • مارو  علمی نومQuercusdilatata : دا هم څیړۍ ده په کنړ او پکتیا کې .  
  • کچو علمی نوم   Quercus semicarpifolia: په ۲۰۰۰ – ۲۵۰۰ متروپه لوړوړالې په پکتیا او کنړ کی .
  • ښوون( زیتون )علمی نوم   Olea ferraginea : دا غرنی ښوون په کنړاو پکتیا کی
  • او داسی نور.
 
ب- ستن پاڼۍ :
په ډیری هیوادونو کې اوس ستن پاڼو ځنګلونه ته پراختیا ورکول کیږی ځکه د صنعت لپاره ښه لرګي تولیدوی او عمده ډولونه یی عبارت دی له: 
 
  • لمنځ Cedrus deodara:  د لمنځو ونې د همالیا په شمال لویدیځ  ، بلوچستان او د هیواد په سهیل لویدیځ کی موجودی دي .
  • سرپ  picea smithiana :(Spruce)    د سرب ونی په پکتیا ، کنړ او لغمان کی له لمنځۍ ورسته دوهمه درجه لرګي  لري .
  •  
  • بیجور Abies spectabilis   : (Fir )   په کمه اندازه په کنړ، لغمان او پکتیا کې موجودی دي  سیوری لرونکې ونی دی او لرګي یی  په صنعت کی کارول کیږی .
 
  • نښتر( Blue pine )pinus wallchiana:    د لغمان ولایت په الینګار ولسوالې کې د څیړۍ ، مارو او کچوسره ګډ موجود دي.
 
  • جلغوزه     Pinus gerardiana : د هیواد په ټولو ځنګلي ساحو لکه ننګرهار ، لغمان او پکتیا کی دی د جلغوری د ونو لرګي په صنعت کې کوم  ځانګړی ارزښت نلری .
 
  • سپین کاجpinus silivestris : د دی ونو اصلي ځای اروپا ښودل شوی خو بیا په کال ۱۳۳۰ – ۱۳۴۰ کې  کابل ته  راوړل شوی چې د قرغې په بند ، د کابل پوهنتون او مرنجان غونډۍ کې کرل شوی دي  او ویل کیږی چی د کابل له خاوری او هوا سره یی توافق کړی  چی  په ازادو ساحوکی د۱۵-۲۰ کلونو په موده کې او په ځنګلي  ساحوکې د ۳۰-۴۰ کلونو په موده کې  حاصل ورکوی .
 
  • تور کاج pinus nigra : دا ونې  هم له بهره هیواد ته راوړل شوی. 
  • او داسی نور
 
همدا اوس د نړۍ (٣٠٠٠) ميلونه وګړي د کورونو د ګرمولو اواخلي پخلي لپارهلرګي د سون د موادو په توګه کاروي ياني د وروسته پاتو او غريبو هيوادونو % ٩٠ خلک لرګي د سون لپاره کاروي ، په داسي حال کي چي له دغه شمير وګړو څخه هر يو MT ۰.۵ –  ۱ يا ( ۵٠٠- ۱۰٠٠) کيلو ګرامه لرګي د کال سوځوي او دغه سلسله به د نفتي موادو د نرخونو په لوړيدو سره نوره هم زياته شي.
 
د نړي ځنګلونه د ( ٤۰٠٠- ٤۵٠٠) ميليو نو څارويو او ځنګلي ژویو لپاره ، په نړيواله سطحه  د خوراک  امکانات برابروي. د نړي ( ٣٠٠ ميلونه نفوس ) مستقيماً خپل ژوند د ځنګل څخه په لاسته راغلیو تولیداتو او يا هم د ځنګل په چارو کې پر بوختیاو تیروي.
 
د غريبو  هيوادونو  استوګن  د  لر ګيو  د  نشتوالي  له  امله  د  حيواناتو  فضله  مواد ( خوشايي ) او کرنيز پاتي شوني چي هغه بايد ځمکو ته د سري به منظور ورکړل شي سوځوي  چي د هغوي د کارولو له کبله د صحي او ايکالوژيکي ستونزو د رامنځ ته کيدو سره سره د کرنيزو ځمکو حاصلات هم کميږي . ځکه د يو ټن خوشايو استعمال په ځمکه  کي د ٤٠ – ٥٠ کيلو ګرامه حاصلاتو د زياتوالي سبب ګرځي.
 
بادونه  که د يوي خوا د خاورې د بې  ځايه کيدو اسباب برابروي د بلې  خوا د هوا د نسبتي لنده بل د کميدو ، د وريځو د انتقال او د باران د نه کيدو لپاره شرايط برابروي . چي البته د ونو او ځنګلونو سره د ټکر په صورت کي يی شدت ماتيږي او ناوړه اغيزي يې کميږي .ځنګلونو د هوا د تصيفي سبب ګرځي . غازونه ، مضره مواد د هغو د پاڼو په وسيله جذبيږي . او په اتموسفير کي یي د انتشار څخه مخنيوي کوي .  دمثال په ډول يو ځنګل چي يو هکتار مساحت ولري د يو کال په اوږدو کي ( MT ٧٥ ) خاوري او د وړي جذبوي او هغه بيرته محيط ته د O2 اکسيجن په شکل ورکوي ياني يو هکتار ( پنځه جريبه ) ځنګل په يوه ورځ کي ( ٢٢٠ – ٢٧٥ کيلو ګرام ) کاربن داي اکسايد ( CO2 ) جذبوي – ٢١٥ کيلوګرامه پاک اکسيجن ازادوي.
 
همدا اوس د نړۍ موجوده ځنګلونه د کال ٣٠٠٠ ميليارده ټنه ( CO2 ) چي د هوا د موجوده ( CO2 ) د مقدار څخه دري ځلي زيات دي په خپل ځان کي جذبوي . ځنګلونه نړۍ د ګرميدو ، د بحرونو د اوبو د سطحي د لوړيدو او د اوزون طبقي د تخريب څخه ساتي د پلن پاڼو ونو يو هکتار ځنګل په کال کي ٢ کيلو ګرامه  فيتن سايد ( Python Cide ) او د ستن پاڼو ونو ځنګل ٥ کيلو ګرامه دا مواد ترشح کوي . چي دو مره ترشحات د يو کوچني  ښار د فضا څخه د مضره مايکروبونو د له منځه وړلو لپاره بسنه کوي.
 
د ځنګلونو څخه د څوګوني ګټه اخستني اصول په نظر کي ونيول شي د دی ترڅنګ د دوامداري او معقولي استفادي   اړخ په دي مانا چي د ځنګل څخه ګټه پورته کول يوازي زمونږ حق نه دي  بلکي د راتلونکو نسلو نو لپاره بايد د امانت بڼه هم غوره کړي . له ځنګلونو څخه د څوګوني ګټه اخستني او په دوامداره توګه له هغي څخه دا عظمي ګټه اخستني لپاره بايد موږ د هغوي د احيا او احداث لپاره اهداف  او د اهدافو  د لاسته راوړني لپاره فعاليتونه  وټاکو
د افغانستان د ځنګلونو د لمنځه تلو عمده علتونه عبارت دی له:
 
  • د ځنګلونو یوه برخه    یو  څه  د  جنګونو له کبلهو سوزیدل او تخریب  شول .‏ 
  • زیاته برخه یې د یی  د  لرګیو د  قاچاقبرانو  په  واسطه خارج  ته  قاچاق  شول .‏ 
  • ‏د  دښمنانو د دسیسو په  له کبله د بی تعلیمو کسانو پواسطه  ځنګلونه له ریښو  وویستل  شول.‏ 
  • ‏ځنګلونه د  بیکارۍ او بی  روزګارۍ  قرباني شول.
  • ‏د  زور واکو پواسطه  غصب شول.‏ 
  • ‏د  وچکالی  له  له کبله  وچ شول.
  • ‏د  اوبه خور  اوبونه شتون له کبله وچ او له منځه لاړل.
  • ‏دځنګلونو څخه د غیری منظمې  ګټې  اخیستنی له کبله له منځه لاړل.
  • ‏د  افاتو او امراضو  شیوع  او نه کنترول.
  •  
ځنګلونه ډیرې  ګټی لري چې  ځنې  یی په لاندې  ډول ذکر شوي:
د ځنګل اقتصادي ارزښت: د ځنګلونو اقتصادي اهميت په دې کې نغښتې دى، چې ځنګلونه  د هغه طبيعي زيرمو له ډلې څخه دي چې د ګټي اخيستني په صورت کې په بشپړه توګه له منځه نه ځي بلکه بيا زرغونيدل پکې صورت نيسي، دا په دې معني ده، چې کله هم د ځنګل څخه د خپلو اړتياو د پوره کولو لپاره ګټه اخيستل کيږي ، بايد د ځنګل راتلونكې  په پام کې ونيول شي، په همدې خاطر د ځنګل ارزښت د وخت په تيرودو د صنعت او تکنالوژي د انكشاف په صورت کې پراختيا مومي،ځکه که له يوې خوا د صنعت او تکنالوژۍ د پرمختګ په صورت د ځنګل محصول ته اړتيا ډيريږي،نو له بلې خوا د ځنګلونو احيا او پراختيا د ودي ورکولو لپاره شرايط برابريږي. د ځنګلونو اقتصادي ارزښت په لاندې دري برخو کې خلاصه کوو.
 
الف : لرګي : په ساختماني چارو کې د لمړنيو خامو موادو په شکل  چې په مختلفو شیانولکه د کورونو پټولو د کړکيو او دروازو جوړول، مسطح کول ، ګادر جوړولو، د تيليفون دستنو جوړول، د ګاډۍ په تیرونو، پولونو او همداراز دکښتيو په جوړولو کې په پراخه پيمانه ګټه ترې اخيستل کيږي.
 
 سربیره پر دی  چې موبل، سلولوز او کاغذ جوړولو په صنعت کې کار تری اخيستل کيږي، همدارنګه دتودوخې د انرژی د توليد لپاره هم ترې د لمړنۍ مادې په توګه کار اخيستل کيږي.
 
ب : د ميوې توليد: د ځنګلونو څخه ډيرې ميوې په لاس راځي، چې د غذائي موادو په نوم کار ورڅخه اخيستل کيږي، لکه جلغوزه،چهارمغز، پسته، عناب، تور املوک، ګورګوري  او داسي نور چي خاص اقتصادي ارزښت لري.
 
د پورتنيو ميوو له  ډلې څخه په هيواد کې جلغوزه،چهارمغزاو پسته د يادولو وړ دي، چې هم په داخل او هم په بهرنيو هيوادونو کې ډير په زړه پوري بازار لري چي له دي درکه يو زياته اندازه ګټه هيواد ته رسيږي او  د هيواد د اقتصاد په لوړولو کې ځانګړى ونډه لري.
 
ج:  د ځنګل فرعمی محصولات: د ځنګلونو څخه څلور ډوله غوښه په لاس راځي.
١ – د ځمکنۍ غوښې يا مرخيړي:
 د مرخيړيو يا سمارق د ودې لپاره ځنګل په زړه پوري چاپيريال دی.مرخيړي تقريبا يو سلو پنځوس ډوله لري  او په  ځنګلونوکښی پيدا کيږي، د مرخیړیو له ډلې څخه یې ۳۰ نوعي خاص غذائي ارزښت لري، د توس) (Betala د ونو د يو هکتار ځنګل څخه ١٥٠ کيلوګرامه ځمکني غوښه يا مرخيړي په اوسط ډول په کال کی لاسته راځي.
 
پاتی دې نه وي چې مرخيړي نه يواځي دا  چې غذائي ارزښت لري بلکي خاص طبي ارزښت هم  لري،  چې  له دې ډلی څخه يو نوع مرخيړي د کونړ او نورستان په ځنګلونو کښي پيدا کيږي،او د سيمي  د خلکو په واسطه ټوليږي، د وچولو څخه وروسته يو کيلوګرام ٥٠٠٠ – ٧٠٠٠ افغانيو پوري په بازارونو كښې پلورل کيږي.
 
څرنګه چې پورته یادونه وشوه، چې  د مرخیړیو له  ١٥٠  ډولونو  څخه یې  ديرش نوع غذائي ارزښت لري او د استفادي وړ دي، په نورو ډولونو کې داسي ډولونه شته که چيري د غذائي موادو په ډول استعمال شي،نود انسانانو د مړينې سبب ګرځي،  البته زهري خواص لري.
 
۲- د وحشي حيواناتو او الوتونکو ښکار :
 د وحشی بیلابیلو څارویو،  لکه د مارکوپولو پسه  او هوسئ د ښکار په ترڅ کې په زیاته اندازه غوښه لاس ته راځي.
 
علاوه له دې څخه وحشي حيوانات د باکيفته پوستکو دلرلو له امله هم ښکار کيږي، چي پوستکي ورڅخه وباسي اوبيا په لوړ قيمت په بازار کې پلوري. په یاد ولری چی ښکار یو ټاکلی حد لری ترڅو د حیواناتو د نسل د ورکیدو سبب نشی.
 
٣- د کورنيو او اهلي حيواناتو د روزلو لپاره د وښو د برابرولو له   امله هم ځنګلونه يو خاص ارزښت او ونډه لري،  چې په ټوليز ډول هغه خلک چې ځنګلي سيمو کی اوسيږي د څارويو روزل يې ورځنی کسب وي، علت ئي څړ ځاى او د وښو ډيرښت وي،  چې له دې لاري څخه نه يوازې داچې غوښه په لاس راځي بلکي نور حيواني محصولات (لبنیات) هم په لاس راځي .چې دا هم يو ستره عايداتي منبع ګڼل کيږي . په لنډ ډول بايد ووايو چي مالداری لپاره ځنګل يو بهترین بهرنی چاپيريال ګڼل کيږي.
 
د ماهیانو روزل : نه يوازي داچې ځنګلونه د څارويو لپاره مناسب چاپيريال جوړوي  بلکي د ماهيانود روزلو لپاره هم ځانګړى ارزښت لري ځکه هغه رودونه، ډندونه او سيندونه چې په ځنګلي سيمو کې موقيعت لري، له يو پلوه د رڼو او پاکو اوبو  په  لرولو او له بله پلوه دغذائي موادو پراخو زيرمو د لرولو له امله د ماهيانو د روزلو او د نسل  د توليد لپاره ډير ښه ګڼل کيږي، چې اوس هم په داسي سيمو کې په طبيعي ډول سره دماهيانومختلفي نوعی په پراخه پيمانه پيدا کيږي چې دماهيانو د ښکار لپاره ښه محل جوړوي او له دي لاري څخه زياته پيمانه غوښه لاس ته راځي او په اقتصادي  پياوړتيا کې ستر رول لوبوي.
 
 د ځنګل په شتون کې د مچيو روزل د اقتصاد له اړخه :
ځنګلونه د شاتو د مچيو د روزلو لپاره يو مناسب چاپيريال ګڼل کيږي د شاتو مچۍ يوه خوږه ماده چی نکتار يا شيره ګڼل کيږي او په ګلانو کۍ شتون لري د غذا په ډول  ترې استفاده کوي، او په شاتو باندې يې  اړوي. د ځنګلونو ونې کولاى شي چې د ګلانو او نکتار يو ښه غذائئ منبع د شاتو د مچيو لپاره برابره کړي او ور څخه با کيفيته عسل لاس ته راشي  او په ښه قيمت بازار ته وړاندې شي.
 
د ځنګلونو صحي ارزښت ځنګلونه د انسانانو د سلامتۍ،  تندرستي او جسمي روحي ارامتيا کې خاص ارزښت لري ځکه چې ځنگل هوا تصفيه کوي مکروبونه جذبوي، او همدارنګه د هوا ترکيب اصلاح کوي، په عمومي توګه ځنګلونه په درې ډوله سره هوا تصفيه کوي.
 
١- د مضره ګازاتو ګرد او دوړو  جذبولو له امله
٢-د ترسناکو او ويرونکو اوازونو د کمولو له امله
٣- تودوخي د درجي د تغير له امله
 
ځنګلونه د طبيعي فلتر په ډول کار کوي يعني هوا تصفيه کوي،ګرد او غبار جذبوي، مکروبونه هم جذب او له منځه ئي وړي . په  يو وخت کې کاربن داي اکسايد  ازادوي . يو هکتار ځنګل کولاى شي ٣٥ ټنه ګرد او غبار جذب کړي همدا علت دى کله چې انسانان په ځنګلونو کې تګ او راتګ کوي د هوا پاکي او لطافت احساسوي . چې روح سکون او ارام ورته حاصلوي او د خوشحالۍ حس کوي.
 
ډير ځل ليدل شوي دي چې د طيارو(چورلکو) نامطلوبه  اوازونه، ډير صنعتي فابريکي او  د خلکو ګڼه ګوڼه د انسانانو د ناراحتي سبب ګيږي چې دا رنګه ستونزي او مشکلات د انسان صحت لپاره ډيرې ناوړه اغيزي له ځان سره لري . تجربو ښودلې ده چې هغه وګړي چې په ځنګلونو او يا ځنګلونو ته په نژدي سيمو کې ژوند کوي جسماً او روحاً تکړه او تندرسته وي . نظر هغه کسانو ته چي په صنعتي مرکزونو او هوائي ډګرونو ته نژدي ژوند کوي.
 
همدارنګه د څيړنو په نتيجه کې ثابته شوي ده هغه خلک چې هوائي ميدانونه ته نږدې او يا په صنعتي مرکزونو کې اوسيږي تدريجاً د غوږونو په ناروغيو اخته کيږي چې بلاخره د کوڼ والي سبب ګرځي ولي ځنګلونه د دي ستونزو او مشکلاتو د مخنيوي لپاره د يو ديوال او پردي شکل غوره کړي دي.
 
همدارنګه ځنګلونه کولاى شي چې د تودوخې درجې ته تغير ورکړي يعني د اوړي له ډيرې تودوخې  او د ژمي له سختي يخني څخه مخينوي وکړی دا په دي معني چې په ځنګلونو کې د شنو ونو تاجونه او ښاخونه کولاى شي چې  د لمر وړانګو د شدت مخنيوي وکړي او دځمکي مخ ته ونه رسيږي.
 
همدا علت دي چې ځنګلونه د ځمکي د مخ تودوخه د اوړي په موسم کې کموي او هوا يخه ساتي. او    له بل  پلوه ځنګلونه کولاى شي چې په ژمي کې د سختو بادونو د لګيدو څخه مخنيوي وکړي او نه پريږدي چې د ژمي د بادونو سړه هوا  د ځنګلونو داخل ته ورسيږي چې دا د ځنګل په داخل کي د يخني د کموالي سبب ګرځي نظر هغه سيمو ته چي ساړه بادونه پکي لګيږي په همدې اساس ويلاي شو هغه سيمه او ساحه چې په اوړي کې ډيره تودوخه لري کولاى شو چې د ځنګلونو په جوړولو او د سيمي په شينوالي سره د تودوخې درجه کې د پام وړ تغير راوړو. همدارنګه کولاى شو چې د ډيرو سختو او سړو بادونود مخنيوى لپاره له ځنګلونوڅخه دمخنيوي کمر بند جوړ کړو.
 
ځنګلونه  مکروبونه وژني:
د ځنګلونو ونې کولاى شي چې ځيني داسي مواد توليد کړي  چې فرار کوونکي وي او مکروبونه له منځه يوسي مثلا د ناجو يا  د نښتر ونې کولاى شي  ځيني  مکروب وژونکي مواد هوا ته چې د سل يا توبرکلوز مرض د عامل د مکروب وژلو سبب ګرځي،ازادكړي. همدا علت دی  چي په باندنیوو هيوادونو کې په سل یا توبرکلوز اخته ناروغان په هغه ځايونو کې تداوي کيږي چې د ناجو د ونو ځنګلونه وي ، همداراز د يوکلیپتوس د ونو ځنګلونه کولاي شي د ملاريا غوماشې له منځه يوسي. ډير مکروبونو ته وژونکي مواد د ځنګلونو څخه ترشح کيږي. چې مضره مکروبونه له منځه وړي.
 
د ځنګلونوپواسطه د مضره ګازاتوجذبول:
دا يو څرګنده حقيقت دي چې د صنعت او تکنالوژي په وده او پراختيا سره د چاپيريال د ککړتيا تر څنګ هواهم ككړه شوې ده.ځکه هر کال ٦٠٠٠ متريک ټنه څخه زيات د کاربن داي اکسايد دصنعتي تاسيساتو څخه هوا ته ازاديږي  چې د هوا د ککړتيا سبب ګرځي ،که چيرې انسانان ککړه هوا تنفس کړي د سږوپه سرطان به اخته شي مګر ځنګلونه دي چې  کاربن داي اکسايد او نور مضره ګازات جذبوي او له منځه يي وړي او انساني نړۍ د هر يو خطر څخه ژغوري. يو هکتار ځنګل کولاى شي د اوړي په مناسبو ورځو کي د ٢٢٠ – ٢٧٥ کيلوګرامه کاربن داي اکسايد ګاز جذب او ١٨٠ – ٢١٥ کيلوګرامه پورې د اکسيجن ګاز هوا ته ازاد كړي.
 
په عمومې ډول د ځمکي د مخ ټول نباتات په يو کال کې د ١٨٠ ميليارد ټنه کاربن داي اکسايد غاز جذبوي چې له دې جمله څخه تقريباً ٢٥ ميلیونه  ټنه د ځنګلونو په واسطه جذبیږی.
 
د ځنګلونو محافظوي ارزښت: په اوسنيو وختونوکي ځنګلونه د انسانانو اوځمکې لپاره د يو ساتونکي کارډ وظيفه په غاړه لري تر دې پوري چې د ځنګلونو محافظوي ارزښت ته قيمت ورکول  يو ګران کاردي.
د ځنګلونو محافظوي اهميت په لاند ې ډول دي.
 
١- د غرونو په لمنو کې د خاوري د تخريب څخه مخنيوي کوي ( د باد او باران څخه )
٢-د سيندونو، رودونو او ويالو د سمت د تغير څخه مخنيوي کوي .
٣- د اوبو د منابعو ساتنه کوی
٤- د سيلابونو او سختو بادونو څخه مخنيوى کوي .
٥- د وحشي حيواناتو لپاره ساتن ځاي دي .
٦- چاپيريال ته  ښکلا ورکوي .
٧-  په هوا کې د اکسيجن تعادل ساتي
٨- د تدريجي ساحو ساتل
٩- د طبيعي بوټو  انواعو ساتل
 
٢: - د هوا تصفيه – ځنګلونه د طبيعيت د فلتر او ښارونو د شنه شيريان په نوم ياديږي د سوسي څيړنو په وينا يو جريب ځنګلي ساحه ٣٠ ټنه خاوره او دوړي په خپلو څانګو يا پاڼو کې زخيره کوي ( جذبوي ) .
٣:  - د سيلابونو څخه مخنوي – د ونو ريښي ځمکه ټينګه ساتي او د سخت باران د زيان مخنوي کوي .
٤:- د وحشي ژويو پناه ځاى : الوتونکي مرغان د ونو په څانګو کې ځالي جوړوي او هګۍ اچوي همداشان وحشي څيرونکي لکه ليوان پړانګان ، زمريان ، او داسی نور په ځنګلونو کې ژوند کوي .
٥:- د غذايي موادو توليد : - ځنګلونه نيغ په نيغا او يا په غير مستقيم ډول د غذايي موادو د توليد سرچيني دي لکه ځنګلي فريشونه چې په کوم ځاى کې وي هلته سمارق په ښه ډول پيدا کيږي .
٦:- د چاپيريا تعادل : - ځنګلونه د باران وريدو په اندازه داب هوا او د تودخي درجي ته په تغير ورکولو زياته ونډه لري د ځنګلي ساحي په نسبت د غير ځنګلي ساحي د حرارت درجه په سلو کي لس درجي زياته وي .
ځکه خو د ځنګلونو ختميدل د وچکالۍ د پيښيدو او د سيلابونو سبب ګرځي.
 
دځنګلونو اهمیت دیو سالم چاپیریال لپاره: دپکتیا ځنګلونه دارچی لرګیو پرته ډول ډول نوری میوه لرونکی (جلغوزه او چهارمغز) او بی میوی ونی هم په خپل چاپیریال کی لری، په درو کی طبیعی او په هواره کی په عصری توګه داصلاح شویو میوه دارو او بی میوو ونو بوتو باغونه جوړ شوی دي هغه ارزښت چی په چاپیریال باندی یی لری عبارت دی له:- دسیلابونو دراتګ پر مهال داوبو دشدت او زراعتی ځمکو دوړلو مخنیوی کوي –دانسانانو او حیواناتو دتنفس لپاره پاکه هوا تولیدوی او منطقه سړه ساتي –دسون مواد تری لاسته راځي –وحشی او اهلی حیوانات تري د څړ ځایونو لپاره ګټه اخلی –له کیمیاوی بوټو څخه ډول ډول درمل جوړیږي.
 
د حیواناتو او وحشی ژوو لپاره دمناسبو شرایطو په درلودلو سره یو ښه بستر بلل کیږی. دځایي خلکو دمالونو(حیواناتو) لپاره په اوړي کی دڅړ ځایونو څخه اعظمی استفاده کیږي چی په نتیجه کی دحیواناتو له غوښو، شیدو، مستو، کورتو، پنیراو خالصو غوړیو څخه هم ګټور عاید ترلاسه کیږي او هم دکورنی لپاره بهترینه غذا بلل کیږي.
 
همدارنګه وحشی مارغان هم په ځنګلونو کی ځانونه مصون ګڼي او د ونو په سرونو مستی مستی نغمی غږوی.
 
له بلی خوا انسانان د خپل ورځنی ژوند پرمخ بولو لپاره د سون د مختلفو موادو لکه ډبرو سکاره ، تیل او طبعی ګاز څخه استفاده کوي چې دغه کار د کاربن دای اکساید تولید سبب کیږې چې د مهمو ګلخاني ګازونو له جملی څخه ګڼل کېږې.
 
د ځنګلونو قطع کول د سون موادو د برابرولو په منظور: کله چې لرګې قطع شی او حرارت د تولید په  منظور وسوځول شي، د کاربن دای اکساید د تولید باعث کیږې ، پدې سربیره وراسته او پوسیده لرګي د میتان غاز تولید کوي . د کیمیاوی سرو او نورو کیمیاوی موادو څخه استفاده د نایترس اکساید د تولید او ازاد یدو سبب کيږې چې اوس محال د کاربن دای اکساید په تناسب ۱۰٪ د ځمکې د کرې  د ګرمیدو سبب کيږي.
 
د پکتيا ځنګلونه چي له سټي کډونه تر ځدراڼو پوري او له خوست نه تر څمکينو او ځاځيو پوري پراخه پراته دي د هيواد له ښو ځنګلونو څخه دي چي د خپل همدغه ښه شهرت له امله د زياتي پاملرني وړ دي اوله بده مرغه چي له همدي کبله زيات خراب شوي هم دي . ددغو ځنګلونو لرګي په زياته اندازه د چارتراشو په بڼۀ او يا د سون د لرګيو په بڼه پلورل کيږي او بهر ته  صادريږي.
 
ددغو ځنګلونو پراخوالي ٧٤٥٠٠ جريبه ځمکي ته رسيږي چي د لرګيو د توليد ظرفيت ئي تقريبا دوه ميليون مکعب متره اټکل شويدي. ددغه ځنګلو مهمي وني لمنځه، نښتر، بيجور، سرب، څيړۍ او يو شمير وحشي زيتون (ځاځي ميدان کي) دي.