د اصایل سلاي پر یوټیوب خپره شوې سندرې له امله به ونیول شي

روهي(یوه نۍ/۴ د کب)، د سندرغاړې اصایل سلاي پر یوټیوب پاڼه تېره اونۍ یوه سندره خپره شوې چې د خلکو سخته غوسه یې پارولې ده ،سعودي چارواکو د هغې سندرغاړې د نیولو غوښتنه کړې چې د مکې ښار د ښځو په اړه یې د مسلمانانو ددغه سپېڅلي ښار په یوه خوړنځي کې سندره ویلې او وېډیو یې ثبت کړې ده.
 
د مکې امیر خالد الفیصل د پنجشنبې په ورځ یو امر کې د یادې سندرې جوړولو له کبله د ځینو چارواکو د نیولو امر کړی. نوموړي د سندرې جوړول د ښار دود او دستور ته سپکاوی بللی دی.
 
د یادې سندرغاړې یوټوب اکونټ ډیلیټ شوی او دغه سندره ترې غورځول شوې ده.ځینو ویلي، دا سندرغاړې ځکه نیول کېږي چې د پخواني او اوسني سعودي له جوړښت سره یوشان نه ده. د خواله رسنیو کارنو ددغې سندرغاړې پر دې کار سخته غوسه ښودلې او ځینو د سعودي ترکي آل الشیخ له خوا د تفریحي پروګرامونو د پیلولو ناوړه پیلامه بللې ده، چې په وینا یې غواړي په هېواد کې دیني ارزښتونه له منځه یوسي.