د مړو شمېر يې پنځو ته ورسېد؛ ايران کې د کرونا ويروس له امله ښوونځي، پوهنتونونه او نور ګڼيز مرکزونه تړل شوي 

روهي (يوه نۍ/۴ د کب)، ايران کې د کرونا ويروس د مړو شمېر پنځو ته پورته شو او د دغه هېواد په ځينو ولايتونو کې ښوونځي، پوهتونونه او نور ګڼيز مرکزون تړل شوي دي. 

ايران کې د کرونا ويروس ۱۰ مبثتې پېښې ثبت شوې دي چې له منځ يې پنځه کسان مړه شوي دي. د مړينې وروستۍ تازه پېښه تېره ورځ وه. 

په اسيايي هېوادونو او ځانګړي ډول منځني ختيځ کې ايران لومړی هېواد دی چې په دومره شمېر د کرونا ويروس پېښې په کې بثت شوې دي.