
روهي (نۍ/۳ د کب)، د افريقايي لسوتو هېواد لومړی وزير توماس تابان د خپلې پخوانۍ ميرمنې د وژنې په تور محکمه کيږي. ټاکل شوې ده نوموړی به راتلونکې جمعه محکمې ته ورشي.
اتيا کلن لومړی وزير توماس تابان به د راتلونکې جولای مياشت کې له دندې هم ګوښه شي. نوموړي په خپله دغه اعلان د لسوتو له ملي راډيو کړی دی خو د خپلې پخوانۍ ميرمنې د وژنې په اړه يې څه نه دي ويلي.
لومړي وزير ويلي چې د خپل هېواد او سولې لپاره مې ډېر چوپړ کړی، خپلې انرژي مې مصرف کړې او په دې عمر کې هم د خپل هېواد لپاره کار کوم.
پر نوموړي تور دی چې په ۲۰۱۷ کال جون مياشت کې کوم وخت چې دوی نوی واک ته رسېدلی وو خپل پخوانۍ ميرمن لیپوللو ووژله.