عربي اماراتو کې د مرغانو روغتون؛  بازانو ته د مرغانو نه بلکې ماشومان په سترګه کتل کيږي

روهي (نۍ/۳ د کب)، د خليج هېوادونو په سطه عربي متحده اماراتو د بازانو او نورو معتبرو مرغانو د درملنې يو روغتون شتون لري. دغه روغتون کې د عربي متحده اماراتو او سيمې هېوادونو د مرغانو  درملنه کيږي. 

د ياد روغتون مسوولين وايي چې هر کال تر ۱۱ زره بازان او ځيني نور مرغان په  دغه روغتون کې تداوي کيږي. هغه مرغان چې ژور ټپي شوي وي دغه روغتون  يې د درملنې ځای دی. 

دغه روغتون کې يوې بهرنۍ ډاکټرې ويلي دي، چې د عربي اماراتو خلکو په زړونو کې بازان ځانګړی ځای او خاصه پاملرنه  ورته کوي. نوموړې وايي چې د بازانو ساتنه عربي امارتو کې ډېر پخوانی کلتور پاتې دی. 

ياده ډاکټر وايي چې عربي هېوادونو کې بازان د مرغانو په ډول بلکې د ماشومانو په سترګه کتل کيږي او د روغتيا لپاره يې ډېره پاملرنه کيږي.