وروستی یاد

حلق مې تریخ دی ګلې راشه
څو خوږې پستې خبرې

مې را و ځنځوه غوږ کې
مازیګر دی په لوېدو یم

ډېر سوچونه ورته مه کړه
یو دوه دروغ، ریښتیا کتار کړه

څو خوږې پستې خبرې
خو به دومره ګرانې نه وي

چې ماښام پورې به ګورې
بیا که کله زما خوا ته

د ژوند پېښو رانېږدې کړې
نو د خاورو له ډېرۍ نه

یوه لپه کړه راډکه
دغه خاورې چې دوړېږي

ستا پستو خوږو لاسو نه
هغه ستا وروستۍ خبرې
به یوه یوه تکرار کړي.