پيپسي شرکت سعودي عربستان کې يو مېلېارد او ۶ سوه مېلېونه ډالر پانګونه کوي 

روهي (پنځه نۍ/۱ د کب)، د څښاک مشهور نړيوال پيپسي شرکت ويلي دي چې په راتلونکو پنځو کې کالونو کې به سعودي عربستان کې د يو مېلېارد او شپږ سوه مېلېونه امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي. 

پيپسي شرکت له وړاندې سعود عربستان کې له يو شمېر کورنيو پانګوالو سره په ګډه ۱۱ مېلېارده سعودي ريل پانګونه کړې او غواړي چې هلته خپله سوداګري پسې پراخه کړي. 

د پيپسې نړيوال شرکت مسوولين وايي چې ياد شرکت له تېرو ۶۰ کالونو سعودي عربستان سره د نرم څښاک په برخه کې سوداګري لري چې د نوې پانګونې سره به پراخه شي. 

دغه پانګونه کوي مېلېونه امريکايي ډالر د پيپسي د پالستيکي پاتې شونو او د چاپيريال د پاک ساتنې لپاره ځانګړې شوي دي.