سلګونه زره سوريي وګړي په منډه دي، جګړې د ژوند کولو ځای ترې ورک کړی

روهي (پنځه نۍ/۱ د کب)، سوريه کې د ترکيې او سوريې ځواکونو ترمنځ نښتو، داعش او نورو وسله والو ډلو په سلګونه زره خلک ګډوالۍ ته اړ کړي دي. ډېری دغه کډوال د سوريې له ادليب ښار امن ځايونو ته روان دي.
 

 
ملګرو ملتونو سوريه کې د بې سارې کډوالۍ په اړه اندېښنې ښوودلې دي. د ملګرو ملتونو د راپور په اساس کډوالو ته لومړنۍ مرستې نه رسيږي او د سخت ساړه له امله د سلګونه ماشومانو او ستر عمره کسانو ژوند په ګواښ کې پروت دی.
 
له تېر ډسبمر مياشتې راهيسې نهه سوه زره سوريي وګړي چې نيمايي ماشومان دي د هېواد له يوې برخې بلې ته کډې باروي. جګړې او کړکېچونو له تېرو څو کالونو د دغه هېواد پر وګړو  ځمکه تنور کړې ده.
 
د ملګرو  ملتونو راپور وايي چې په تېر يو کال کې د سوريې او روسيې د ځواکونو په بريدونو کې تر درې سوه ډېر ولسي  وګړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي وژل شوي دي او همدا ډول په سلګونه نور ټپيان دي.
 
 

 
سوريه کې د روان کړکېچن وضعيت په  پايله کې د مېلېونه کسانو ژوند ګواښل شوی، مېنې، هټۍ او پانګې يې له لاسه وکړې دي. دوی اوس مهال يوازې د خپل ژوند په خيال کې د امن ځای لټون په سر اخېستې دي.