ولسمشر غني د مشرانو جرګې مشرتابه سره په کتنه کې: د سولې پروسې بریا د ولس بریا ده، د دې لپاره باید واحد دریځ او غږ ولرو

روهي( پنځه نۍ/۱ د کب )،. ولسمشر محمد اشرف غني د سولې پروسې په اړه د مشورتي غونډو په لړکې نن له غرمې مخکې د مشرانو جرګې مشرتابه، اداري پلاوي او د بېلابېلو کمېسیونونو استازو سره په ګلخانه ماڼۍ کې مشورتي غونډه وکړه.
 
په پیل کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وخت پر وخت د ملي او مهمو مسایلو په اړه له مشرانو جرګې او نورو سره د مشورو له امله له جمهوررئیس څخه په مننې، جمهوررئیس غني ته د ټاکنو د پایلو د اعلان او د جمهوریت د بریا مبارکي وویله.

 مسلمیار وویل، د هیواد سیاسي قشر ته مو پیغام دادی چې د شخصي ګټو پرځای د هیواد د ملي ګټو لپاره سره یوځای او ملي تفاهم ایجاد کړي. هغه زیاته کړه، مشرانو جرګه د حکومت، نظام او سولې پروسې د ټینګ ملاتړ ترڅنګ هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

د ولسمشر منتخب لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې یې امریکایي مقاماتو سره په کتنو کې د سولې پروسې په اړه خپل تیاری او اندېښنې شریکې کړې او په دې اړه له بېلابېلو اقشارو سره د جمهوررئیس مشورتي غونډې هم ادامه لري.

ولسمشر غني د مشرانو جرګې مشرتابه ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، سوله په ټولو افغانانو پورې اړه لري او د سولې پروسې په اړه له بېلابېلو اقشارو او د ولس استازو سره مشورې کېږي. هغه زیاته کړه، د سولې پروسې ترڅنګ د حکومتولۍ چارې او د خلکو ستونزو او غوښتنو ته رسیدګي هم ادامه لري.

محمداشرف غني وویل، سوله د ولس اساسي غوښتنه او زموږ مهم لومړیتوب او مسوولیت او د سولې پروسې د ښه ترسره کېدو لپاره د ټولو نظریات، وړاندیزونه او مشورې اورو، ځکه د سولې پروسې بریا د ولس بریا ده، نو د دې لپاره باید واحد دریځ او غږ ولرو. هغه زیاته کړه، د جمهوري ریاست بنسټ واحد صف او غږ لري.
 
د هیواد ولسمشر څرګنده کړه، ۹۴ سلنه عملیات زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه مستقل ترسره کوي او ورځ تر بلې د دوی محاربوي وړتیاوې پیاوړې کېږي. د مونیخ امنیتي کنفرانس څنډه کې په کتنو کې د بېلابېلو هیوادونو مقاماتو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونود اتلولیو او لاسته راوړنو یادونه وکړه.

ولسمشر غني وویل، د سولې پروسې په اړه مشورتي ناستې به ادامه ولري او موږ باید د ولس د نبض استازیتوب وکړو. د تنوع او کیفیت ترڅنګ د مذاکره کوونکي پلاوي موثریت او انعطاف مهم دی او د سولې لپاره له دغه برابر شوي فرصت څخه باید اعظمي استفاده وشي. هغه زیاته کړه، جمهوریت، د وطنوالو اساسي حقونه او امنیتي او دفاعي ځواکونه هغه مسایل دي چې هیڅ بحث او معامله ورباندې نشي کېدای.

محمداشرف غني وویل، د تلپاتې او باعزته سولې د تامین لپاره له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول پاکستان سره د طالبانو د اړیکو وضاحت، له تروریستي شبکو سره د طالبانو د اړیکو پرې کېدل ، د دوی د پټنځایونو، نشه یي توکو او جرمي اقتصاد د ستونزو حل حتمي دی.