کرزی: د ولسشمرۍ ټاکنو پروسه غیر ملي او ولسواکۍ نه وه

روهي(څلورنۍ/۳۰د سلواغې)، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، د ولسشمرۍ ټاکنو پروسه غیر ملي او له ولسواکۍ سره په ټکر کې وه، او بهرنیانو په افغانستان کې د خپلو ګټو او هدفونو لپاره دا پروسه عملي کړه.
پخواني ولسمشر حامد کرزي ان له ټاکنو وړاندې ویلي وو چې د دې پروسې پر ځای باید افغان حکومت او سیاسیون د سولې بهیر ته پام وکړي، او له سولې وروسته خپل سیاسي برخلیک وټاکي.له دې سره سم د جنبش اسلامي ګوند مشر او په تېره دوره کې د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم هم نن چارشنبه د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې رد کړې.
ښاغلي کرزي نن چارشنبه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، ده وار له مخې دا وړاندوینه کړې وه چې ولسمشریزې ټاکنې به "بحران" زېږوي، ځکه چې د ده په نظر، په افغانستان کې "رڼو او بې پرې ټاکنو" ته شرایط نه وو برابر او باید پر ځای يې د سولې پر پروسه ټينګار او تمرکز شوی وای.د نوموړي په وینا، په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو کم ګډون وښوده چې دا بهیر غیر ملي او د ولسواکۍ له اصولو سره په ټکر کې و.