مونږه دپردو منـــو،خپل کور اوخـــپل مســکن سوزو
مونږه ليونـــيان،ټول هـــست وبود دخپل وطن سوزو
مونږ دپلارشمــله ســـوزو،دغور نيــکه مدفن سوزو
مونږ دخپل وطـن، تنکــي ګلــونه اوګلــــشن سوزو
مــونږه دپردومـــنو، دخـپل نيکـــــــــه شړۍ سوزو
مونــــــږد پلار زامــن دادئ دپلاردســر پګړۍ سوزو
مونږه د، ادې زامـن دخپلــــــې مور ټيکـــرۍ سوزو
غرق شوو خلکو،خپله پکې ناست هغه بيړۍ سوزو
مونږه ټـــول وياړونـــه،دغـــــازي بابا امــــان ســوزو
مونږه دمــــلالې دوياړډ ک شـــال دالـــــــوان سوزو
شــــرم دئ قيامـــه ،مونږ تاريخ داکــــبر خان سوزو
مونـــږه بدبخــــتان يو،په ژوندوني موخپل ځان سوزو
الهام الدين قيام
وروستي