مسعود اندرابي:د تاوتریخوالي د کمښت  پړاو په راتلونکو ۵ ورځو کې پیل شي

روهي(درې نۍ/۲۹ د سلواغې)، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې به په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت پړاو په راتلونکو پنځو ورځو کې پیل شي. بل لور ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ویلي، د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خپلمنځي هوکړې له مخې د تاوتریخوالي کمښت باید په افغانستان کې دایمي اوربند ته لاره هواره کړي.
ښاغلي اندرابي نن سه شنبه کابل کې له امنیتي چارواکو سره په یوه ګډه غونډه کې وویل، په دې ورځو کې به طالبان ځانمرګي او راکټي بریدونه نه کوي.ښاغلی صدیقي وایي، د افغان حکومت له بنده د طالب بندیانو د خوشی کېدو چاره به د قانون په رڼا کې پر مخ وړل کېږي.نوموړي کابل کې خبریالانو ته وویل، نه غواړي د هغو ادعاو په اړه څه ووايي چې ګواکې پنځه زره طالب بندیان به د سولې د هوکړې له مخې د افغان حکومت له بنده خوشي شي، خو زیاته یې کړه چې د بندیانو د خوشی کولو په برخه کې د افغانستان قوانین ښکاره دي، او پلي کېږي به.
هغه زیاته کړه، افغان ځواکونه به د دې پړاو په اوږدو کې چمتو وي، او که چېرې طالبان کوم برید وکړي نو دوی به سملاسي ځواب ورکوي.د کورنیو چارو وزارت سرپرست د ولسمشر محمد اشرف غني هغه خبره تکرار کړه چې له افغانستانه د څو زره بهرنیو ځواکونو وتل به پر وضعیت هېڅ اغېز ونکړي.
ښاغلي اندرابي وویل، نړیوال ځواکونه به بیا هم د تېر په څېر د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې بهیر ته دوام ورکوي.