اور مـــــو راغلـــو تر بړســــتنې، مونږ ويده يو
ويــــــې ســــوې راته لمـــــنې، مونږ ويده يو
دی پاچــا مـــــو راته لار هــــــواره نه کـــــړه
مخکې يښې راته غنــــــې، مونږ ويـــــده يو
بس يواځـــې يې پښتون ته په کــــې چل ده
سر مو غوڅ شي بی پوښتنې، مونږ ويده يو
د وطــــــن حـــــالات اوس دې ته رســـيدلې
سړې چيـــــچې لکه ستــنې، مــونږ ويده يو
د مکتـــــب په جــــونو پاشـــــــــې تيـزابونه
دوې مو باســې له پوهنـــې، مــونږ ويده يو
حميد احساس
وروستي