کور و سو، خښتې پخې شوې

په دې وروستیو کې څو مهمې خبرې را پیدا شوې چې که هره یوه یې بېله بېله وارزول شي نو د اوباما د ادارې له پاره یو سرخوږی دی خوکه ټولې هم مهاله په نظر کې ونیول شي نو کېدای شي د افغانستان د ستراتیژۍ په برخه کې یې د امریکایي ولسمشر له پاره یو ښه فرصت وبولو.
د ویکیلیکس له خوا د امریکایي دیپلوماتیکو او استخباراتي اسنادو خپرېدل د امریکا اود هغې د ملګرو هېوادونو تر منځ پر شته باور یو مرګونی ګوزار و. که څه هم په ظاهره ټول په یوه غږ وایي چې دغه سپړنې به د هغوی پر سیاسي اړیکو اغیز ونه ښندي خوپه زغرده ویلای شو چې همدا اوس به په ټولوجاسوسي ادارو کې په سلګونو کسان د دغواسنادو په څېړلو اوځیرلوبوخت وي اود هر نوي سند په پیدا کېدو به د استخباراتي ادارو او سیاسي کړیو تر منځ باور لږ نور هم کمېږي. دا د بې اعتمادۍ فضا په اوسنیو ستونزمنوشرایطو کې د امریکا د دیپلوماسۍ په مخ کې یوه بې ضرورته ننګونه ده. تر دې بد تره، په افغانستان کې د امریکې د سفیر کارل ایکنبیري له خوا واشنګټن ته د لېږل شويو پیغامونو افشا کېدلو د دغه دیپلومات اود افغانستان د حکومتي کړیو تر منځ اړیکي تر حده ډېر ترینګلي کړل.
د ریچارډ هالبروک مړینه که له یوې خوا د امریکا د دیپلوماسۍ له پاره ستره ضایعه ده له بل لوري په سیمه کې د اوباما د سیاستونو د پلي کولو بهیر هم ټکنی کوي. په تېرو دوو کلونو کې، د افغانستان د ولس اوولسمشر په وړاندې د هالبروک له نا مهربانه برخورد سره سره، په سیمه کې د امریکا سیاست د یو لوري د میندلو په درشل کې و. د هالبروک ځایناستی د هغه پخوانی مرستیال دی. تمه کېږي چې هغه تارونه چې هالبروک غځولي وو، فرانک روګیېرو به یې تعقیب کړي خو بیا هم د اشخاصو بدلون د اړیکو په ټینګېدلو یا سستېدلوبې اغیزې نه وي.
د افغانستان له پاره د اوباما پر ستراتیژۍ بیاکتنه هم داسې ساده خبره نه ده. د تېر یوه کال د کړنو ارزول، د سمو اوناسمو اقداماتو تر منځ چاڼ او د نوو لاروچاروغوره کول او بیا د د امریکا د حکومت او پارلمان پر اراکینو دغو تصمیمونو منل هم اسانه چار نه شي بلل کېدای.
خوکه دا درې واړه واقعیتونه هممهاله په نظر کې ونیول شي نو د اوضاعود لوري د بدلولو له پاره یو طلایي فرصت په کې څرګندېږي. امریکا کولای شي چې د اعتماد د فضا د بیا ایجادولو له پاره د خپلو ټولو نړۍوالوهمکارانوسره د شفافو او سپینو اړیکو په پاللو هم پخواني کدورتونه له منځه یوسي اوهم د نوو همکاریو له پاره په عیني شرایطوولاړ اقدامات وکړي. له صحنې څخه په یوډول نه یوډول د هالبروک اوایکنبیري لېرې کېدل به دې ته زمینه مساعده کړي چې د افغانستان د ولسمشر او د امریکایي چارواکوتر منځ اړیکي نورمال حالت ته راوګرزي. په وروستیو څومیاشتوکې د دواړوهېوادونو تر منځ د ترخوخبرو د تبادلې عمده لامل د دغو دوو دیپلوماتانوله خوا ولسمشر کرزي ته بې احترامۍ او پر هغه د ډول ډول تورونو لګول اود افغانستان د ځینو خاصو کړیو نظریو ته د هغوي تر حده ډېر تمایل ګڼل کېدای شي. اوس چې اشخاص بدلېږي، ښاغلی اوباما کولای شي چې له خپلونویو دیپلوماتانو څخه وغواړي چې دا مسیر بدل کړي. بالاخره د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نېټې ټاکل هم داسې یو عنصر دی چې په ژور ډول حالات بدلولای شي. که تر اوسه د افغانستان حکومت دا تمه درلوده چې د خپل پایښت له پاره لا هم د امریکا پر امسا تکیه کولای شي نن د جو بایډن په وینا «دادا د بایسکل دریم څرخ لېرې کوي» او افغان حکومت دې ته اړباسي چې پر ځان بسیا شي. نړۍوال هم اوس مجبور دي چې د خپلوځواکونود مصوون وتلو له پاره په افغانستان کې یوه باوري ځایناستې قوه ولري نو ،که په خوښه وي اوکه له مجبوریته، اوس به د افغان ملي ځواکونوپیاوړي کولو ته کار وایي.
په دې ډول د ولسمشر اوباما د وروستیو اونیو سرخوږي، که له هرې خوا په هوښیارۍ سره وځیرل شي اوسمې پایلې ترې واخیستل شي،د افغانستان د لانجې د حل له پاره نوې هیلې را پیدا کوي.