دوخت ديزيد په صف کې ولاړ دامام حسين (رض) دمينې درواغجن مدعيان

ليک : منصور افغان
هوکې! هلته چې په ٦١ هجري کال کې د رسول الله(ص) نازولى لمسى دبې شميره درواغجنومينانو په منځ کې يوازې پاتي کيږي او دکربلا په ميدان کې دظلم او وحشت سمبول (يزيد) په ډيره بې رحمي سره امام حسين (رض) او دهغه کورنى په وينو لمبوي نن هم دهغه دمينې درواغجن مدعيان دوخت ديزيد په صف کې ولاړ دي او دامام حسين(رض)په پل پل ايښودونکي په بې دردى سره قتلوي.
هتلته چې يزيديانو دکربلا ميدان دمعصومو ماشومانو اوبې وسه تورسرو په پاکو وينو رنګين کړ نن هم دوخت دبې رحمه يزيد او په څنګ کې يې دامام حسين (رض) دمينې ددرواغجنو مدعيانو له لاسه دنړى ګوټ ،ګوټ کربلا ګرځيدلې، سپيره ځمکه يې دتنکيو ماشومانو او مستصعفينو په وينو رنګينه کړې .
خــــــــــــــــــــو تاريخ په ياد لري چې امام حسين (رض) دڅه لپاره ځان او کورنى قربان کړه ، دکوم سپيڅلي هدف لپاره يې خپلې پاکې وينې نذرانه کړې.
هوکې ! امام حسين (رض) دظلم او استبداد په وړاندې قيام وکړ ، پخپلو پاکو وينو يې دامت لپاره يو نه هيريدونکى درس وليکه چې تر قيامته به دچا له ياده ونه وځي او هغه داچې مؤمن له الله(ج) پرته بل هيڅ قوت ته سر نشي ټيټولئ، رښتينى مؤمن سر ورکولى شي خو د ذلت سر چاته نشي ټيټولى ، مؤمن له مرګ سره په خندا لوبيدلى شي خودظلم او استبداد په وړاندې نشي ټيټيدلى.
د امام حسين (رض) وينو په هر وخت کې رنګ راوړى ، پيړى وتي چې په امام حسين (رض) خاورې اوښتي خو دهغه لاره تلپاتې ده ، دهغه آرمان لا ژوندى ده دنړى په ګوټ ،گوټ کې دهغه رښتيني لارويان دهغه عملي ياد تازه کوي او لګيا دي دوخت ديزيد په وړاندې يې قيام کړى ،دهغه بې رحمه او بزدله يزيد په وړاندې دقربانى ميدان ته راوتلي چې دعصر په ټولو پرمختللو وسايلو سنبال دى او پدې شيطاني لښکر کې بيا هم دهغه(رض) دمينې درواغجن مدعيان داجيرو او مزدوروغلامانو په څير ورسره دي اوله هيڅ ډول وحشت اوبربريت نه مخ نه اړوي خو ستر الهي قدرت خپله فيصله ټولو ته اورولې چې (ان تنصر الله ينصرکم ويثبت اقدامکم ) او پدې لار کې دې رښتيني مؤمنان ديوازې والي او ويرې احساس نه کوي ځکه الله(ج) دوى ته ډاډ ورکوي چې ( کم من فيئة قليلةٍ غلبت فيئة کثيرة .....) مونږ دالله(ج) پدې ډاډ باندې ډاډه يو ځکه چې دا ستر حقيقت زمونږ تر سترګو تيره شو ها چې لدې مخکې يو يزيدي قوت دهمدې بې وسو افغانانو په لاس تس نس شو او ان شاءالله هغه ورځ لرې نه ده چې په الهي مرستې به يو ځل بيا نړيوالو ته دوخت ديزيد رسوايي او ماتي په عين اليقين سره وښيو، نړيوال به وويني چې دظلم او استبداد بيرغونه به يو پر بل پسې رانسکوريږي ،دنړى دګوټ،گوټ مستضعفين به دغه ورځ الله(ج) ته دشکر په سجدو سره لمانځي ، پدغې ورځ به بيا رښتيني مؤمنان دالله په مرستې خوښ وي (ويومئذ يفرح المؤمنين بنصر الله ........) او په خوله به ددغه الهي پيغام زمزمه وي چې (جـــــــــــــــاء الحق وزهق الباطل ان الباطل کان زهــــــــــــــــــوقا ) .
ددې ورځې درارسيدو په هيله