په کور دننه له نيوکو سره مخ دی؛ صالح له ولسمشر سره د مونيخ امنيتي ناستې ته تللی

روهي (دوه نۍ/۲۸ د سلواغې)، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټيم لومړی ټاکنيز مرستيال امرالله صالح د مونيخ امنيتي ناسته کې د ولسمشر غني ترڅنګ وو، چې له نيوکو سره مخ شوی دی. 

د ولسي جرګې ځيني غړي او يو شمېر شنونکي وايي چې په رسمي دولتي غونډو کې د امرالله صالح ګډون له قانون پورته چاره ده او په دې سره دولت جوړونکی ټيم خپلو سياليو ډلو ته سياسي مانور ښيي. 
له دې وړاندې د ارګ دننه په يو شمېر سياسي او رسمي ناستو کې د ولسمشر محمد اشرف غني تر څنګ  د امرالله صالح پر شتون نيوکې شوې وې. حقوق پوهان وايي چې په حقوقي لېد د ولسمشر ترڅنګ د امرالله صالح ګډون قانوني چاره نه، ځکه تر اوسه صالح په حکومت کې هېڅ کومه رسمي دنده نه لري. 

دغه نيوکو ته په غبرګون کې هغه وخت ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي وو، چې په يو شمېر ناستو کې د امرالله صالح ګډون په دې پار دی، چې ناستو کې ملي مسايل بحث کيږي او د امرالله صالح شتون د يو سياسي او نفوذي شخصيت په توګه وي نه د حکومتي کس.