د افغانستان شریر ګاونډي هیوادونه

 افغانستان د بې دفاع سیاستونو او خپلې جغرافیکي بدبختي په لړ کې د شریرو او ځان غوښتونکو ګاونډیو هیوادونو په منځ کې له شکایتونو ډک تاریخي پړاوونه تیروي، چې یو آرامه او سوکاله افغانستان یې د افغانانو په هیله بدل کړی دی. د ګران هیواد د څو لسيزو د بد مرغیو یو اړخ هم ګاونډي لوبغاړي دي چې هیڅکله هم د یو با ثباته، سوکاله، غښتلي او پر ځان د بسیا افغانستان غوښتونکي نه دي. دغه نه هیریدونکي بد نیته هیوادونه له هرې نا مشروع لارې هڅې کوي تر څو د خپلو ګټو د ساتلو په موخه د پر ځان بسیا او ځواکمن ګاونډي هیواد افغانستان د شتون مخه ونیسي. دوی او لاسپوڅي تروریستي ګروپونه او ډلې یې تل هڅه کوي چې د افغانستان له حساس او جنګ ځپلي حالت څخه کار واخلي تر څو خپل نفوذ او بې شرمانه ګټې یې په دغه هیواد کې خوندي پاتې شي. پاکستان او ایران هغه هیوادونه دي چې د افغانستان د تاریخ زخمي سینه به يې هیڅکله هم هیر نکړي. د دغو دوو هیوادونو د ورانکاره او نه هېريدونکو کړنو څخه په لنډ ډول یادونه کوو.
 
پاکستان:
د پاکستان هیواد د غربي استخباراتي کړیو او د امپریالیستي کمپنیو څخه چې نړیواله مونوپولي لري رامنځته شوی دی. د سیاستوالو په تحلیل په اوسني پاکستان کې شل تروریستي سازمانونه او تنظیم شوي دهشتونه شتون لري چې د پاکستان سربیره د نړۍ د لویو قوتونو ملاتړ له ځانه سره لري، او تل یې زمونږ د ګران هیواد او سیمې پر ضد کارولې دي. دوئ د وسله والو مخالفینو ملاتړ او رهبري کوي او غواړي چې د جګړې او دهشت له لارې په افغانستان کې د واک یوه ستره برخه وګرځي او د یو لاسپوڅي ګاونډي هيواد افغانستان څخه برخمن شي.پاکستان په نړۍ کې هغه هیواد دی چې د مافیایي کړيو او تروریستي ډلو پریمانه خزانې لري چې دوئ او د نړۍ ستر قوتونه یې روزنه او پالنه کوي، د هغوئ له ډلې څخه د پاکستان ISI استخباراتي اداره هم د انګلستان ډالۍ ده. آی.ایس.آی په ۱۹۴۸ کال کې د یو برطانوي جنرال ( رابرت کاوتوم ) لخوا په پاکستاني پوځ کې رامنځته شوه چې موخه يې د جنوبي اسیا په هیوادونو کې د ویرې او دهشت خپرول وو، آی ایس آی په افغانستان کې په دریو بڼو فعالیت ترسره کوي: 
 
لومړی: د ICI د ریاست مستقیمه لاسوهنه: په افغانستان کې د سي آی ای دغه ډول فعالیت د هغوئ د ځانګړو پټو عملیاتو یوه عمده برخه ده، چې د افغانستان د حکومت پر وړاندې د جنګیالیو په شمول د تروریستي ډلو تګلاره، لارښود، او څارنه کوي.
 
دویم: د  SSG د ځانګړي خدماتو ګروپ : د آی ایس ای دغه څانګه  د پاکستاني اردو د ځانګرو ځواکونو عناصر دي، چې  نن ورځ د آی ایس ای د G څانګې ځینې واحدونه په موثره توګه د نیمه پوځي څانګې په توګه له ۲۰۰۱  کال راهیسې د طالبانو تر څنګ د افغان حکومت پر وړاندې جنګيږي. په حقیقت کې د آی ایس ای د فعالینو سره په افغانستان کې د طالبانو تر څنګ جنګېدل یو معمول حقیقت دی چې نور نو نړیوال او افغان ځواکونه حیرانوي.
 
دریم: د افغانستان د لوژستیک سير واحد : دغه واحد او څانګه په پاکستان کې دننه یوه ترانسپورتي شبکه ده چې د پاکستان د فرنټېز قول اردو د غړو لخوا برابره شوې ده چې طالبانو او د هغوئ کورنیو ته لوژستیکي ملاتړ چمتو کوي په دغې برخه کې هغوئ ته د اوسیدلو ځای، وسلې، وسایط، محافظت، پیسې، پېژندپاڼه یا شناختي کارت او له امنیتي ځایونو څخه خوندي تېرېدل شامل دي.
 
 پاکستان هغه وخت د انګریزانو لخوا منځته راغی چې نور یې نشوای کولای چې په ښکاره ډول مسلمانان وځپي او د استعمار قرباني یې کړي، نو ځکه یې د اسلامي هیواد په نوم د پاکستان بنسټ کيښود او د خپلو وفادارو پنجاپیانو په مرسته دا پلان په ډیر مهارت سره پر مخ وړي، له پاکستان سره زمونږ ستره ستونزه د ډیورنډ کرښه ده، دا منحوسه کرښه د انګریزي  استعمار زیږنده کرښه ده چې پر افغانانو په زور تپل شوې ده. د دې لپاره چې پښتانه له واحد سیاسي او ټولنیز هؤیت څخه محروم پاتې شي دغه کرښه یې د هغوئ پر سینه را وکښله پښتانه یې په څو برخو وویشل او د پولې دواړه غاړې اوسیدونکي قبایل یې له هر ډول عصري پرمختګ څخه بې برخې او لرې وساتل. دغه کرغیړنه کرښه نه یواځې د افغانستان بلکې د سیمې د هیوادونو د ثبات لپاره یوه ستره ننګونه ده؛ چې د نړۍ مافیایی کړیو، د مخدره موادو قاچاق او نورو تروریستي اعمالو ته یې د فعالیت زمینه برابره کړې ده. پاکستان د دې لپاره چې تروریستي اعمالو او مافیایي کړیو ته سیمه لا پراخه کړي د پولې پر دې غاړه خپل پوځي تاسیسات جوړوي او ډېر ځله یادې سیمې د توغندیزو حملو لاندې راولي تر څو خلک سیمه خوشې کړي او د دوئ تروریستي فعالیتونو ته مخه خلاصه شي. نو افغانانو او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره د ډیورنډ کرښه د یوې جدي مسلې او عامل په توګه له پامه ونه غورځوي او د له منځه وړلو لپاره یې لازم تدابیر ونیسي. پاکستان د چین په مرسته او د برطانیې په ملاتړ اتومي قدرت ته ورسېد او د نړۍ نقاب لرونکی ستر تروریستي او مافیایي کور بلل کیږي.
 
 ایران:
ایران د افغانستان پخوانی سیاسي، کلتوري او مذهبي دښمن دی. دا هیواد هم د افغانستان د حکومت د مخالفو وسله والو ډلو ملاتړ کوي. دوی په افغانستان کې دننه ورانکارې او ایران پلوې تروریستي ډلې لري چې د واک د یوې برخې د خپلولو لپاره په جګړييز ډول او د خپل کلتور د پراختیا لپاره د ایران پلوې آیډیالوژئ په توګه فعالیت کوي. ایران هغه هیواد دی چې په ۱۹۱۹ کال کې يې د افغانستان  له خپلواکي سره مخالفت وکړ.له روسانو سره د جګړې پر مهال یې مذهبي جنګونو افغانستان ته را انتقال کړل. ایران زمونږ ګران هیواد ته د ترانسپورتي ترانزیتي لارې په اړه د رقیب په سترګه ګوري. همدارنګه ایران د افغانستان د جګړې په ډير مهم او دوامدار (معنوي) اړخ کې خپل دښمنانه رول لوبولی دی. د افغانستان په داخل کې مذهبي جګړو ته لمن وهي او خپل کلتوري یرغلونه یې لا دوام لري. ایران په بیلابیلو وختونو کې د افغانستان کورنیو جګړو ته لمن وهلې ده او ځينې افغان لاسپوڅي یې دومره تر تاثیر لاندې راوستلي دي چې د خپل ملیت (افغانیت) څخه انکار کوي او د ځان لپاره یې ویاړ بولي، د ایران د سپاه پاسداران څانګې ځواک په افغانستان کې د خپلو ګروپونو او کړیو په وسیله کلتوري او نیابتي جګړه پر مخ وړي چې د افغانستان د سیاسي ثبات پر وړاندې ستره ننګونه بلل کیږي. په اوسني وخت کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس یا خارجي څانګه چې د دغه هیواد تر ټولو لوړ نظامي ځواک ګڼل کیږي د افغانستان په شمول په شااوخوا  ۱۵ هیوادونو کې فعالیت کوي او خپلې موخې پر مخ وړي.چې د امریکا له بندیزونو او د دغې ډلې په تور لیست کې له شاملیدلو وروسته یې دغه فعالیتونه تت او کم شوي دي، د ۲۰۲۰ کال په لومړیو ورځو کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې مشر جنرال قاسم سلیماني د امریکایانو لخوا په عراق کې ووژل شو نوموړی په ګڼ شمېر اسلامي هیوادونو کې په جنګي جنایتونو او لاسوهنو تورن او مسؤل ګڼل کیده. د سپاه پاسداران خارجي څانګه تل هڅه کوي چې په جګړه ځپلو اسلامي هیوادونو کې انقلابونه راپورته کړي تر څو په یادو هیوادونو کې د ایران ګټې خوندي وساتي او ایران پلوي کسان واک ته ورسوي. د ایران سپاه پاسداران تل په یادو هیوادونو کې کورنیو جګړو ته لمن وهي او د زرګونو مسلمانانو په وژنه تورن او مسؤل ګڼل کې. ... د ایران هیواد د روسیې پر مټ اټومي قدرت ته ورسيد او په سیمه کې ستر روسي پلوه ځواک بلل کیږي.