روهي (يوه نۍ/۲۷ د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو فلورېډيا کې يوه بيزو چې محکمې په حقوقي بڼه د شخص personhood حقوق ورکړي دي، د عاشقانو يا والنټيان پر ورځ د خپلې زوکړې ۳۱ کليزه ولمانځله.
دغه بيزو په اصل کې د ارجنټاين هېواد ده خو په فلورېډيا ايالت کې په يو ژوبڼ کې ساتل کيږي. دغه بيزو چې ۳۴ کاله عمر لري چې د جترو په نوم له يو نارينه بيزوګي چې ۳۱ کلن دی د مينې نوې ريشته پيل کړې ده.
اسوشېټېډ پرېس ليکلي دي، عاشق جترو خپلې مشعوقې سندرا ته د دي د زېږدنې کليزې او والنټاين ورځې په مناسبت په زړه پوري ډالۍ وړاندې کړې.
د فلورېډيا ايالت يو قاضي په رسمي ډول سندرا نومي بيزو ته د شخص حقوق ورکړي. محکمه پرېکړه کې چې سندرا له دې وروسته حيوان نه دی، او د غير انساني شخص له حقوقو به برخمنه وي.
د غيرې انساني شخص حقوق سندرا نومي بيزو ته ځيني امتيازونه ورکوي چې له دې جملې دغه بيزو ته باید درناوی وشي او ځورونه يې د قانون خلاف عمل دی چې سزا لري.
وروستي