آيا د موبايل استعمال د سرطان لامل کېدای شي؟

روهي (يوه نۍ/۲۷ د سلواغې)، ساينس پوهانو له يوولس کاله تجربو او څېړونو وروسته دا څرګنده ګړه چې د ګرځنده موبايلونو راډيويي څپې د انسانانو لپاره د سرطان يا کنسر لامل نه کيږي. 

د غذا او درملو Food and Drug Administration په نوم يو څيړنيز مرکز په خپلو وروستيو څېړونو کې ويلي دي چې تر اوسه داسې کوم ثبوت نه دی موندل شوی، چې له موبايل تېرېدونکې راډيويي څپې  د سرطان لامل شي. 

دغه راپور د امريکا متحدو ايالتو Food and Drug Administration ادارې وړاندې کړی دی او دا يې په ګوته کړي دي، چې هغه ځيرک او نور ګرځنده موبايلونه چې اوس مهال کارول کيږي، د سرطان لپاره لار نه شمېرل کيږي. 

نړۍ کې بيا د 5G يا پنځم نسل انټرنېټ په خپرېدو سره د سرطان ويره زياته شوې ده.  د سويس په شمول د نړۍ يو شمېر هېوادونه کې مخابراتي او انټرنېټي شرکتونو ته د  5G يا پنځم نسل انټرنېټ د انتنونو د نصب اجازه نه ورکول کيږي. ويره دا ده چې  5G يا پنځم نسل انټرنېټ د سرطان مهم لامل کېدای شي.