ساينس پوهان: د ۷ مېلېونه کاله وړاندې  شمشتي چې نېږدې يو نيم ټن وزن لري پاتې شوني يې موندلي دي 

روهي (نۍ/۲۶ د سلواغې)، لوېديځو ساينس پوهانو ويلي دي چې د سويلي امريکا په وينزويلا کې يې شااوخوا د اووه مېلېونه کاله پخوا يو کشپ يا شمشتي پاتې شوني موندلې دي. 

د دغه ساينس پوهانو په څېړونو کې ويل شوي دې چې دغه شمشتی ۱،۲۵ ټنه وزن، څلور متره اوږدالی درلود چې نېږدې د يو موټر په اندازه وو. 

د دوی په وينا چې دغه شمشتی پاتې شوني په ګوته کوي چې ياد شمشتی د نړۍ تر ټولو ستر شمشتی وو چې د ډېناسورانو د وخت وروسته موده کې ژوند کړی.