روهي(نۍ/۲۶ د سلواغې)، د جنوبي امریکا په شمالي سیمو کې څېړونکو د کیشپ یو ډول پاتې شوني موندلي، چې د ګاډي په اندازه دي. د کیشپ دا پاتې شوني د کولمبیا تتاکو بېدیا او د وینزوېلا په اوروماکو سیمه کې موندل شوي دي.د سټوپینډمي لومړني پاتې شوني په ۱۹۷۰مو کلونو کې موندل شوي وو، خو د څلور متره اوږده کیشپ په اړه لاهم ډېر شیان ناڅرګند پاتې وو.
څېړونکو ویلي، دوی درې متره اوږد جسم او د کوزې ژامې یو هډوکی موندلی، چې د دغه کیشپ د خوراکي سیستم په اړه پر ډېرو شیانو پوهېدو کې یې مرسته کړې ده.څېړونکي پر دې اند دي چې لوی سټوپینډمي کیشپ د سمندر ژورو او سیندونو کې د لویو تمساح ترڅنګ اوسېدلی او معمولاً کوچني حیوانات، بوټي، مېوه او دانې به یې خوړل.د سټوپینډمي کیشپ دې لویې اندازې د نورو داړونکو حیواناتو پروړاندې له خپل ځانه دفاع کې مهم رول لوبولی دی.
د سټوپینډمي کیشپ د پاتې شونو په ځای کې د یوه لوی تمساح غاښ په کیشپ کې خښ شوي حالت کې هم موندل شوی دی.
وروستي