منظور پشتين ازاديږي 

روهي (نۍ/۲۶ د سلواغې)، د منظور پشتين مدافع وکيل وايي چې محکمې په ضمانت سره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د پرېښود امر کړی دی. 

نوموړي ويلي دي چې ده به نن ناوخته له بند ازاد شي. محکمې له نوموړي زر پاکستانۍ کلدارې د ضمانت په توګه اخېستل کيږي. 

د منظور پشتين د خوشي کېدو په اړه د پاکستان يوې حکومتي سرچيني ويلي دي چې دی به له محکمې په ضمانت سره خوشی شی.