روهي (نۍ/۲۶ د سلواغې)، د انګستان يوې محکمې پرېکړه کړې ده چې د دغه هېواد مسلمان وګړي نه شي وکولی چې په اسلامي شريعت واده وکړي. محکمې ويلي دي چې په اسلامي شريعت کې ښځه نه شي کولی چې طلاق واخلي او په همدې اساس بايد داسې وادونه چې ښشځه په کې طلاق نه شي اخېستلی په دې هېواد کې بند شي.
په اسلامي نکاح سره انګلستان کې واده کول بند او مسلمانان يې اړ کړي دي چې بايد د انګريز قانون اړوند نکاحونه سره وتړي. انګلستان کې مسلمان فعالان وايي چې دا ډول پرېکړه د مسلمانانو د حقونو پر وړاندې زياتی دی.
له دې وړاندې په يو شمېر نورو اروپايي هېوادونو لکه ډنمارک، فرانسې او نورو کې د مسلمانانو او په ځانګړي ډول د مسلمانو ميرمنو پر وړاندې محدويتونه ډېر شوي وو. په يادو هېوادونو کې مسلمانانې له حجاب اغوستلو منع شوې وې.
وروستي