د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (جمعه)....

فرانس پرېس: د تودخي رېکارډ: سويلي قطب ګرمي ۲۰،۷۵ سانتي ګرېډ ته رسېدلې ده 
 د لومړي ځل لپاره په سويلي قطب يا انترکتيکا کې د تودخي درجه ۲۰،۷۵ سانتي ګرېډ ته رسېدلی دی او په دې سره د پخواني لومړي رېکارډ چې پوره شل سانتي ګرېډ وو مات شوی دی. سويلي قطب د يخو ستر کنګالونه لري چې د نړيوال اقليم بدلون پرې منفي اغېز کړی دی. 

د سويلي  قطب يا انترکتيکا سيمه کې د برازيل يو ساينس پوه او پلټونکي کارلوس شفر فرانس پرېس ته ويلي دي چې دغه قطب کې د تودخي ۲۰،۷۵ درجه بې سارې ده او په تېر کې نه لېدلې شوې. 

ساينس پوهانو ويره ښوودلې ده چې که چېرې نړيواله ټولنه د نړيوال اقليم د ګرمېدو د مخنوي برخه کې اقدامات ونه کړي، نو لېرې نه ده چې د سويلي قطب د يخو کنګالونه به اوبه او په نړيواله کچه به هوا ګرمه شي. 

الجزیره: د سعودي شهزاده (محمد بن سلمان) او د اسرائيلو لومړی وزير (بنیامین نتانیاهو) لېدنه 
له تېرې ورځې د سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان او د اسرائيلو د لومړي وزير بنیامین نتانیاهو د لېدنې خبرې رسنيزې شوې دي، خو د سعودي عربستان بهرنيو چارو وزير شاهزاده فیصل بن فرهان دغه راپوورنه رد کړي دي. 

نوموړي د الجزيرې انګلېسي برخې ته ويلي دي چې  د سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان او د اسرائيلو د لومړي وزير بنیامین نتانیاهو د لېدنې کوم پلان نشته او په رسنيو کې خپره شوي راپورونه بې بنسټه دي. 

شاهزاده فیصل بن فرهان وايي چې د سعودي عربستان حکومت بهرنۍ پالېسي ډېره روښانه ده او دغه هېواد له اسرائيلو سره کومې اړيکې نه لري بلکې د سعودي عربستان شاهي حکومت د فلسطينيانو ترڅنګ کلک ولاړ دی. 

د سعودي عربستان او اسرائيلو ترمنځ د اړيکو خبرې وروسته له هغې رسنيزې کيږي چې نېږدې مياشت وړاندې د اسرائيلو لومړي وزير  بنیامین نتانیاهو سپينه ماڼۍ کې د متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ سره د فلسطين – اسرائيلو ترمنځ د سولې طرحه وړاندې کړه، چې د فلسطين د حکومت په شمول د اسلامي هېوادونو له خوا رد او له غبرګون سره مخ شوه. 

اسوشېټېډ پرېس: د امريکا عدليې وزارت چينايی (واه واې Huawei ) شرکت په غلا تورن کړی 
د امريکا متحد و ايالتو عدليې وزارت د ټېکنالوزۍ په برخه کې ستر واه واې شرکت له امريکايي کمپنيو په غلا کولو تورن کړی دی. د متحدو ايآلتو حکومت دغه تورونه تېره ورځ له رسنيو سره شريک کړي دي. 

د امريکا عدليې وزارت پر واه واې شرکت دا تور هم پوري کړی دی چې د ۲۰۰۹ کال ايران کې د حکومت ضد لاريونونو د کنټرول لپاره يې د ايران حکومت ته د څار يا surveillance وسايل جوړ کړي او په اختيار کې ورکړي وو. د محتدو ايالتو عدليې وزارت دا هم ويلي دي چې پر شمالي کوريا د امريکا د اقتصادي بنديزونو سره – سره واه واې شرکت ياد هېواد ته هم ټېکنالوژيک وسايل ورکوي 

د امريکا حکومت د دغه څرګندونو په غبرګون کې د چين بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د امريکا تورونه بې بنسټه دي او دغه هېواد له چينايي شرکتونو سره په ناسالم ډول رقابت کوي. 

رشيه ټوډې: د امريکايي او اروپايي الوتکو توليد شرکتونو سيالي؛ (ايربس) د (بوينګ) رېکارډ ماتوي 
د الوتکو د توليد په برخه کې امريکايی بوينګ او اروپايی ايربس Airbus  شرکتونه له نړيوال شهرت او باور برخمن دي. ۲۰۲۰ ز کال د بوينګ لپاره د بحران کال شمېرل شوی خو بيا Airbus  په کې وړاندې مزل کړی دی. 

اروپايی Airbus  شرکت په دې هڅه کې دی چې د الوتکو د توليد په برخه کې د بوينګ رېګارډ ور مات کړي؛ له پوځي نيولي بيا تر مسافري الوتکو شرکتونو او هېوادونو ته خپلې الوتکې جوړې او توليد کړي. 

Airbus   شرکت په تېر ۲۰۱۹ کال کې ۸۶۳ الوتکې توليد کړې دي خو بيا له بلې خوا امريکايي بوينګ شرکت د ۲۰۲۰ په جنوري کې د الوتکو هېڅ کوم ډول ارډر يا غوښتنه نه ده تر لاسه کړې. 

ايربس د الوتکو جوړولو شرکت په تېر کال ۸۸ مېلېارده امريکايي ډالر خرڅلاو کړی دی خو دې سره سره يې  بيا هم د بوينګ په اندزاه ګټه نه ده کړې ځکه دغه شرکت غواړي په کمې ګټې د بوينګ پر وړاندې سيالۍ ته ودريږي. 

واشنګټن پوسټ: که کرونا ويروس افريقا ته ورسيږي نو څه به پېښ شي؟ 
افريقا د نړۍ هغه لويه وچه ده چې ډېری هېوادونونه او وګړي کمزوری اقتصاد او همدا ډول وګړي په غربت کې ژوند کوي. د افريقا په ډېری برخو کې د افغانسنان په څېر تېر کې جګړې شوې او يا هم اوس مهال په جګړو کې دي. 

افريقا کې د کرونا ويروس کومه مثبته پېښه تر اوسه نه موندل شوې، خو په لومړيو کې چې په چيین کې کرونا ويروس خپور شو، يو افريقايي وګړی چې پر کرونا د اخته ناروغ فکر پر کېدو وينه يې د معايناتو لپاره پاريس ته ولېږل شوه. په افريقا کې هغه وخت د يو مجهيز لابراتور د نشتون له امله د هغه کس وينه نېږدې ۶۰۰۰ زره کيلو متره لېرې پاريس ته ولېږل شوه. 

افريقا يو مېلېارد او دوه سوه مېلونه وګړي، خو په دې ټوله وچه کې هغه لابرارتوارونو چې د کرونا ويروس تشخيص په کې کېدای شي يوازې شپږ دانې دي. 

د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې د افريقا په ۵۴ هېوادونو کې تر اوسه د کرونا ويروس کومه مثبته پېښه نه بثت شوېو خو دلته د ويروس د خپرېدو امکان ډېر دی. د ياد سازمان ويره دا ده چې که چېرې افريقايي هېوادونو ته کرونا ويروس ورسيږي، نو مخنيوی، درملنه او کنټرول به يې ستونزمن وي. 

د افريقا د څه باندې يو مېلېارد وګړو تر منځ يو مېلېون چينايي وګړي هم ژوند کوي. دغه چينيان په افريقا کې په سوداګرۍ، د معدنو پروژو، ساختمانې چارو او نورو برخو کې په کار او دندو بوخت دي. 
 
جيونيوز: پاکستانۍ لوبغاړې عايزہ خان: هر ورځ مينه وکړئ 
 نن د فيبرورۍ ۱۴مه نېټه  وه چې د عاشقانو نړيوالې ورځې په نوم لمانځل کيږي. د نړۍ په ډېری غېر اسلامي هېوادونو کې ځوانان او پيغلي دغه ورځ په ځانګړو مراسمو سره لمانځي. 

پاکستان کې هم له کالونو راهيسې د والېنټاين يا عاشقانو ورځ لمانځل کيږي. نن ورځ د پاکستان ډيری فلمي او هنري لوبغاړو د دغه ورځې مبارکيانې ويلي او پيغامونه يې شريک کړي. 

د عائزہ خان په نوم يوې پاکستانۍ فلمي لوبغاړې پر خپل انسټګرام د عاشقانو روځې يا والنټيان په پار پيغام خپور کړی او په کې يې ليکلي دي چې هره ورځ بايد مينه وکړو. 
 
والېنټاين د  يو عیسوي دیني لارښود نوم دی چې په لرغوني روم کې يې د امپراتور د هغه حکم پر وړاندې بغاوت وکړ چې د ځوانانو او نجونو  ترمنځ يې واده کول او نکاحونه بند کړي وو. والېنټاين به  په پټه د ځوانو هلکانو او نجونو وادونه تر سره کول چې وروسته امپراتور دی اعدام کړ. 

سکای نيوز: له پنګوين د ژوند ځای ورک دی؛ د سمندرونو اوبه په ګرمېدو دي
پنګوين penguin هغه مرغان دي چې سست تګ کوي او الوتلی نه شي. د نړيوال اقليم په ګرمېدو سره د سمندرونو اوبه هم مخ په ګرمېدو دي، چې د پنګوين ژوند يې په ستونزو کې اچولی دی. 
 
د چاپيريال پوهان وايي چې د هوا په ګرمېدو سره دغه مرغان له ستونزو سره مخ شوي دي، خواړه، ژوند او د نسل زياتوالي باندې يې بد اغيز غورځېدلی دی. 

د Stony Brook پوهنتون څېړونکو په ګوته کړې ده چې په سويلي قطب کې د پنګوين شمېر ۶۰ سلنه را کم شوی، چې د اندېښنې وړ خبره ده. دوی يې لامل د هوا تودخي بولي. 
 
په سويلي قطب يا اتنرکتيکا وچه کې د لومړي ځل لپاره د تودخي درجه شل سانتي ګرېډ ته ورسېده چې په دې سره د سلګونه نورو ژويو ترڅنګ يې د پنګوين ژوند هم سخت کړی دی.