له پنګوين د ژوند ځای ورک دی؛ د سمندرونو اوبه په ګرمېدو دي

روهي (جمعه/۲۵ د سلواغې)، پنګوين penguin هغه مرغان دي چې سست تګ کوي او الوتلی نه شي. د نړيوال اقليم په ګرمېدو سره د سمندرونو اوبه هم مخ په ګرمېدو دي، چې د پنګوين ژوند يې په ستونزو کې اچولی دی. 

د چاپيريال پوهان وايي چې د هوا په ګرمېدو سره دغه مرغان له ستونزو سره مخ شوي دي، خواړه، ژوند او د نسل زياتوالي باندې يې بد اغيز غورځېدلی دی. 

د Stony Brook پوهنتون څېړونکو په ګوته کړې ده چې په سويلي قطب کې د پنګوين شمېر ۶۰ سلنه را کم شوی، چې د اندېښنې وړ خبره ده. دوی يې لامل د هوا تودخي بولي. 

په سويلي قطب يا اتنرکتيکا وچه کې د لومړي ځل لپاره د تودخي درجه شل سانتي ګرېډ ته ورسېده چې په دې سره د سلګونه نورو ژويو ترڅنګ يې د پنګوين ژوند هم سخت کړی دی.