روهي (پنځه نۍ/۲۴ د سلواغې)، تېره جنوري مياشت کې د هندوستان د پولې پولیسو په ډزو کې تر ۱۵ بنګلاديشي وګړي وژل شوي او يو شمېر وګړي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
بنګلاديشي چارواکي وايي د روان ۲۰۲۰ کال لومړی مياشت د بنګلديش لپاره خونړۍ وه. بنګلديش او هندوستان سره ګډه پوله لري.
هغه وخت چې د بنګلاديش وګړي له دغه کرښې په تېروتنې او يا هم په قضدي ډول د تېرېدو هڅه کوي، د هندي پوځيانو له خوا د خبرداري ورکولو پرته په نښه کيږي.
بنګلاديشي چارواکي وايي چې په دې پار يې له هندي چارواکو سره خبرې پيل کړي دي. د دوی په وينا چې په تېر يو کال سلګونه بنګلاديشي وګړي په دې ډول وژل شوي دي.
د وژل شوي کورنيو غړو له نړيوالې ټولنې د عدالت غوښتنه کړې ده. هندي چارواکو په دې اړه تر اوسه له رسنيو سره مالومات نه دي شريک کړي.
وروستي