حکمتيار: اوربند او لنډ مهال حکومت دې رامنځ ته شي 

روهي (درې نۍ/۲۲ د سلواغې)، د ولسمشريزو ټاکنو نوماند او د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار د اوسني حکومت پر چارو نيوکې کوي؛ د يو لنډ مهاله حکومت د جوړېدو يې ويلي دي. 

ګلبدين حکمتيار نن په کابل کې خبري ناسته راغوښتې وه او زياتوي چې که چېرې لنډمهاله حکومت جوړ شي، نو د يو کال دننه به رڼو ټاکنو ته زمېنه برابره کړي. 

نوموړي د سولې په برخه کې ويلي دي چې د جګړې ښکېلې غاړي بايد سره اوربند وکړي ترڅو د رېښتنې سولې لار پرانېستل شي. 

نوموړي خپله، د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنيزې ډلې غښتلې ټاکنيزې ډلې بللې دي او ويلي دي چې دوی کولی شي په ګډه د سولې لپاره کار وکړي.