په لومړي ځل د کابل په یوه رسټورانټ (ټایمز رسټورانټ) کې له روبوټ څخه د خدمتګار په توګه استفاده کېږي. په کابل کې یاد رسټورانټ د تېرو دوو ورځو راهیسې د رسنیو او خلکو پر خوله دی. ډېر کم یې ښه او نیک اقدام بولي مګر د دې تر څنګ یو شمیر لوستي او نالوستي ښاریان د یاد رسټورانټ د روبوټ کارونې سره غبرګون ښایي.
دا چې نننۍ نړۍ ډېره پر ټکنالوژۍ راڅرخي او رقابتي بازار زور اخیستی، موږ باید د نوې ټکنالوژۍ د کارونې، پراخونې، ابتکار او راجولو سره ځان عادت کړو. هر څه له کوچنۍ زاويي ونه ارزو او له پوهېدنې وړاندې غبرګون ونه ښایو.
د کاروبار بریالیتوب او پراخونه کې د نوې ټکنالوژۍ استعمال اوس د کاروبار داسې ضرورت دی لکه انسان چې اوبو ته ضرورت لري خصوصآ د تجارت هغه برخې چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول له پیرودونکو سره مخ وي. بازارموندنه په همدې راڅرخي چې څنګه د پیرودونکو توجه راوګرځوي، څنګه خپل پیرودونکي ډېر کړي، پیرودونکي راضي کړي، خرڅلاو یې ډېر شي، ډېره ګټه وکړي او نوی پیرودونکي راجلب کړي. د مارکیټ په هره برخه کې رقابت حد ته رسیدلی او د تجارت مالکان هڅه کوي چې د ټولو ممکنو لارو څخه خپل ځان رهبر جوړ کړي او په بازار کې رقابت په خپله ګټه پای ته ورسوي. دا ټول شیان یوازې د نویو طرزالعملونو او نوې ټکنالوژۍ په استعمال او د نویو اجناسو او خدمتونو په وړاندې کولو سره شوني دي. د ابتکار او اختراع، د نویو او زړه راښکونکو اسبابو او وسایلو په لرلو، د تر ټولو ښه چاپیریال په درلودلو، د خورا ښه خدمت په وړاندې کولو او د پیرودونکو له غوښتنو سره سم د د اجناسو او خدمتونو وړاندې کول د هدف په لاسته راوړلو کې مهم رول لري.
یو شمیر ښاریان په دې اند دي چې ولې په یوه غریب هېواد کې له دا ډول روبوټونو کار اخیستل کېږي او بشري منابع له دندو لیرې کېږي. ځینو آن له دولت غوښتنه کړې چې د دا ډول اسبابو واردات منع کړي او د ټایمز رسټوانټ مالک دې جریمه کړي.
زه د همدې غریب هېواد د یوه وګړي په توګه چې یو څه د بازارموندې په اړه پوهېږم، خورا په لنډو ټکو وضاحت ورکوم.
لومړی دا چې د ټایمز رسټورانټ مسولینو رسنیو سره په خپلو خبرو کې ویلي چې دوی د روبوټ په کارولو سره هیڅ کارمند له دندې نه دی شړلی او دا کار یې د یوه ابتکار او مارکیټینګ لپاره کړی. او په دې سره د هغوی پیردونکي خورا خوښ او راضي دي.
دویم دا چې ټول هغه کارونه چې انسان یې تر سره کوي روبوټ یې نه شي تر سره کولی. نو د روبوټ تر څنګ د بشري منابع شتون حتمي دی. روبوټ هر څه په خپل سر نه کوي. یو څوک باید موجود وي چې دا روبوټ په حرکت راولي، اداره او سمبال یې کړي.
روبوټ یوازې د انتقال یوه زریعه ده. پیرودونکو ته زړه راښکونکې او مالک ته یوه تجربه ده. کوم کار چې پخوا انسان کاوه، اوس یې هم باید انسان تر سره کړي. که موږ د ټکنالوژۍ استعمال ته نه ووایو، له کاروانه پاتې کېږو. موږ باید له نوې او اډوانس ټکنالوژۍ سره لکه د نړیوالو ځان عادت کړو. که نوښت او ابتکار ونه لرو، له رقابته پریوزو. په نړیواله سطحه یې ډېر لوی، لوی مثالونه شته چې د ابتکار او نوښت د کمښت له وجې خورا مشهورو کمپنیو خپل ځای بایللی او آن سقوط شوي.
دلته باید د تغیر منلو او بدلون کلتور عام شي. ابتکار او نوښت ته هڅونه وشي. له پوهې وړاندې غبرګونونه باید ونه پارول شي. د څښتنانو د پلان او پالیسۍ (د نافذه قوانینو او کلتور سره سم) مخه ونه نیول شی. بلکې ستاینه یې وشي. سم او سالمې کارونې ته یې هڅونه وشي. سالم رقابت پلی شي.
که ووایو چې په تېروو دوو ورځو کې به څومره خلک د لومړي روبوټ کارولو له خبره خبر شوي وي؟ څومره خلک به یې لیدو ته لېواله شوي وي؟ څومره نوي پیرودونکو او خوړونکو به له دغه رسټوارنټ څخه چې روبوټ کاروي، لیدنه کړي وي؟ څومره نور به هڅیدلې وي؟ رسټورانټ به څومره ډېر خرڅلاو کړی وي؟ څومره به هدف ته نږدې شوی وي؟ او ډېرې نورې داسې ناویلې..... که چېرې د ټایمز رسټورانټ مالک دا ابتکار نه وای کړی، ایا نن به یې نوم زما او ستا په خوله و؟ نوم به همدومره خپور شوی و لکه د روبوټ له وجې چې مشهور شو؟
که افغانستان ته چا کمپوټر نه وای راوړی، موږ ښایي نن له کمپیوټر سره نا اشنا وای. که ځيرک مبایل نه وای راوړل شوی، موږ یې ښايي نن له استعمال سره نا اشنا وای. ښآیي هیڅ مو پېژندلی نه وای. نو بنآ موږ باید متغیر او د مثبت تغیر راوړلو ته خوشبین اوسو. او د لا هڅونې کوښښ یې وکړو، نه بندښت او بې ځایه غبرګون.
وروستي