۴۷ پوروړیو شرکتونو که خپل پور ورنه کړي نوڅارنوالۍ  ته به معرفي شي

روهي(دوه نۍ/۲۱د سلواغې)، د افغانستان کانونو او پېټرولیم وزارت د دغې ادارې د پوروړیو شرکتونو نومونه افشا کړي او وايي:
که دا پوروړي شرکتونه حاضر نه شي او خپل قرض ورکړي، نو څارنوالۍ ته به یې ور وپېژني. یاد وزارت اوس مهال د ۴۷ پوروړیو شرکتونو نومونه په ډاگه کړي دي. د جلال گرديزي شرکت چې نوم يې د کانونو د وزارت په خپاره کړي نوملړ کې شته پردغه وزارت تور پورې کړى چې د کار مخه يې ډب کړې. د شرکت رییس بهاوالدین جلالزي د کانونو له وزارته غوښتي چې تړونونه دې ور وسپاري څو دوى خپل پورونه پرې کړي.
په همدې حال کې د کانونو او صنایعو د خونې رییس رحیم الله سمندر وايي، په افشا شوي لېست کې د کانونو د لویو شرکتونو نومونه نشته. د ده په ټکو هغو سیمو کې چې کانونه وي امنیتي ستونزې، د سیمه ییزو زورواکو لاسوهنې او ناقانونه باج اخېستنې د دې لامل کېږي چې قراردادیان نه شي کولی د خپلو تړونونو له مخې خپل کارونه پوره کړي.