اسلامي ژورنالېزم

لکه څنګه چې الله تعالی پر موږ او تاسو ډیر انعامات کړي دي، له هغو څخه یو هم د فصاحت په شان ستر نعمت دی، چې الله تعالی د انساني ټولني په ډیرو لږو افرادو پېرزو کړی ده، کوم چې انسان کولی شي د هغه په واسطه د خپل ضمیر اواز پورته کړي.

په همدغو انسانانو کې ځیني د همدي نعمت په واسطه د خپل دین خدمت کوي، او د اعلاء کلمة الله په خاطر کار کوي چې ورته د خپل دین دفاع ویلی شو.

د شپې په تیاره کې د لاري په کږلیچونو پوهیدل، د دوست او دښمن پیژندل، دتیاري په څادر کې دپټو خطرونو څخه ځان خبرول، دقافلي د ښه ساتلو لپاره د څراغ رڼا ته ضرورت دی، چې اساسي ضرورت بلل کیږي، نو نن هم په دې اساس وخت کې دا اساسي هدف صحافت یا ژورنالیزم بلل کیږي، ځکه په همدي اړه نبي کریم ﷺ فرمایلي دي چې: "تر ټولو غوره جهاد د ظالم په وړاندي د حق خبره کول دي" الحدیث.

اخبارونه او نور تبلیغاتي وسایل د هغي وسلي په شان دي چې په هغه سره د ځان او مال ساتنه، د ظلم مخنیوی، د خیر او صداقت د تبلیغ، اصلاح ...لپاره استعمالیږي. 

نو د ژورنالیزم د مسلک وروڼه هم د اسلامي امت د جسم یو اندام بلل کیږي، چې باید د دې لاري اتلان په لمړي قطار کې ودریږي، او د سیمي په سطحه د خپل اسلامي هیواد او د مسلمان ملت، او په نړیواله سطحه د ټول اسلامي اُمت لپاره کار وکړي.

دا د هر مسلمان ژورنالیست دنده او مسؤلیت دی  چې له نوموړي سنګر څخه د کفارو پلانونه شنډ، دسېسي یې وراني ... کړي، او کوم منفي تبلیغات چې د اسلام په مقابل کې کیږي باید په کلکه ځواب ورکړي، ځکه نن ورځ ژورنالیزم د عامه افکارو په جوړښت کې فعاله ونډه لري، د لوستونکو، اوریدونکو او لیدونکو د خبریدلو مرجع ده، نو په دې اساس ژورنالیزم د نړیوالو او سیمه ایزو نوښتونو اساسي منبع بلل کیږي.

دا کار نو بیا پوره اخلاص، زیار او ډیرو هڅو ته اړتیا لري، چې باید یو مسلمان ژورنالیست د دې هر څه تر څنګ په اخلاقي معیارونو، ځیرکتیا، پراخه مطالعه، حاضر ځوابي...هم سمبال وي، او له خپلو شته امکاناتو څخه په کامله اندازه د خپل دین د دفاع په خاطر کار واخلي، چې په دې لار کې قدم ایښودل د شهادت لپاره ګام اخیستل دي او باید یو مسلمان ژورنالیست یې تر سره کړي.

دا چې پورته په دې ستر نعمت یعني فصاحت او بلاغت خبري وشوي، له بل هر چا څخه له ژورنالیستانو سره زیات دی او په دې مسلک کې روزل شوي دي،نو ځکه موږ ژورنالیستان د خپل دین دفاعیان او ژورنالیزم د اسلام دفاعي مورچل بولو.