انټرپول پوليسو بحرين کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو غړي نېولی دی 

روهي (جمعه/۱۸ د سلواغې)، د ګیلامان وزیرستاني په نوم د منظور پشتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ يو غړی بحرين هېواد کې د انټرپول پوليسو له خوا نېول شوی دی. 

د دغه غورځنګ يو غړي  عبدالله ننګیال به ټوېټر د دغه خبر پخلی کړی دی. نوموړي ليکلي دي چې انټرپول يوليسو دغه کار د پاکستان د حکومت د غوښتنې پر اساس کړی دی. 

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو بل مخکښ غړي محسن داوړ هم د دغه خبر تائيد کړی دی. د بحرين حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو درېيو اوونيو پاکستاني پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين هم په زندان کې اچولی دی.