غېر قانوني وسله والو کابل کې ۲۱ کلن ځوان په ډزو ووژلو

روهي (جمعه/۱۸ د سلواغې)، د کابل ښار نوې کارتې (کارته نو) سيمه کې وسله والو غلو د شعیب  به نوم يو ۲۱ کلن ځوان په ډزو وژلی او تښتېدلي دي. 

د شعیب  کورنۍ وايي چې نوموړی تازه له ښوونځي فارغ شوی وو او هغه مهال چې له ښوونځي د فوټبال لوبې ته تلو په لار کې ناپېژنده کسانو د خپلو شته وسايلو په پار وژلی دی. 

د نوموړي کورنۍ له حکومت غواړي چې د شعیب  وژونکي پيدا او سزا ورکړي. له تېرو څو مياشتو کابل کې د جنايي پېښو ګراف لوړ شوی چې د خلکو ورځنی ژوند يې په اندښنو کې اچولی دی.