روان ژمي کې واورو او بارانونو ۶۵ کسان وژلي، ۹۷ ټپيان او ۹۳۹ ودانۍ ويجاړې شوې دي

روهي (څلورنۍ/۱۶ د سلواغې)، د بيړنيو پېښو په مخنيوي کې د دولت وزارت وايي چې د سږکال ژمي کې تر اوسه سختو بارانونو، سيلابونو او واورو په ټول هېواد کې ۶۵ کسان وژلي، ۹۷ ټپيان او ۹۳۹ ودانۍ ويجاړې شوې دي. 

ياد وزارت وايي چې تر اوسه يې په سلګونه کورنيو خوراکي توکي ويشلي دي او همدا ډول يې شلو کرونيو ته چې غړي يې له لاسه ورکړي وو نغدي مرستې ورکړې دي. 

د سږني کال ژمي کې څو ځل د سالنګونو لويه لار د تګ - راتګ پر وړاندې تړل شوې او همدا ډول د ځينو نورو ولايتونو ترمنځ هم لارې د ترافيکو پر مخ بند پاتې شوې. 

بيا له بلې خوا ډيری افغانانو د ژمي په موسم کې واورو او بارانونو ته خوښ دي او وړاندوينه کې چې په دې سره به نوی کال حاصلخيز وي.