څه ډول ويناوال کېداى شو؟

دا چې انسان الله تعالی اشرف المخلوقات پیداکړئ او انسان ته یې عقل، شعور، ښکلی مخ او سره له دې یې ښکلې فصیحه ژبه ورکړې.

انسان هم له دغه ورکړل شوي عقل.... او  ژبې نه سالمه ګټه پورته کړې او د خپل ژوند د ښه  تېرېدو او د پیغامونو د رسولو لپاره یې ټلویزیون، راډیو او داسې نور څېزونه اختراع کړي، چې نن یې کاروي او د خپلو احساساتو، نظریو او افکارو د رسولو لپاره ترې ګټه اخلي.

ویناوالي هنري او کسبي پدیده ده، که څوک وغواړي کولاى شي ښه ویناوال شي، البته چې زده کړه يې ناشوني او ډیره ستونزمنه نده. 

سوال دا ده : ويناوال څوک او څه ډول ويناوال کېداى شو!؟
ویناوال هغه څوک دی، چې د لیکوال لخوا لیکل شوي، د ایډیټر لخوا ایډیټ شوي، د کافي ایډیټر لخوا کتل شوي، د پروډیوسر له نظره تیر شوي او بلاخره د ټولو زیارونو وروستی مسؤول دی، که چیرې په ویاندويى کې لږ بې پروایي وشي، ټولو زیارونه به په اوبو لاهو شي. 

که ښه ویناوال کېدل غواړئ؛ نو کېداى شي لاندې موضوعګانې د ښه ويناوال کېدو مرستندوى وي.

                             باور لرل 
 که تاسې غواړئ، چې ښه ویناوال شئ، له هر څه نه مخکې په ځان باور ولرئ، ځکه باور درلودل تاسو ته مورال در کوي؛چې دا مورال مو د لازیاتې هڅونې سبب ګرځي. 

د باور ترڅنګه مثبت فکر ولرئ، ځکه مثبت فکر تاسو ته مثبته نتيجه درکوي؛ که مو فکر منفي وي ښايي ستاسو نتيجه هم منفي واوسي.

                             مطالعه کول 
  که غواړئ، چې ویناوالى کې لا پرمختګ وکړئ، نو د خپل مسلک له مطالعې سره ـ سره بیرونې مطالعه هم زیاته کړئ، څومره مطالعه چې کولای شی وې کړئ، ځکه مطالعه ستاسو معلومات زیاتوي ؛ چې دا معلومات ستاسو بریاوو ته لار هواروي.

همدارنګه مطالعه ستاسو په ژوند کې مثبت بدلون راولي او لا مو مثبتو کارونو ته سوق کوي.

مطالعه نه تنها معلومات زياتوي؛ بلکې دمعلوماتو ترڅنګ د خبرو کولو وړتيا زياتوي. له دې امله کولاى شو، دې پايلې ته ورسيږو، چې مطالعه کوونکي کسان له نوروکسانو څخه په ويناوالي کې پياوړي او بريالي وي.

                               تمرين کول
 تمرین وکړئ،  په مطالعه کې مو چې څه زده کړي وي يا هغه موضوع چې تاسو غواړئ، د اورېدونکو پر وړاندې يې روښانه کړئ، هغه موضوع په پيل کې خپلو ملګرو ، ټولګي والو يا د کورنۍ غړو ته په بار بار تمرین سره ووایئ؛ د دې لپاره چې ستاسو وياندويي په زيات تمرين کولو سره لاپياوړې شي.

ښه به دا وي چې تاسو په زیات تمرین کولو سره ځان عادت کړئ، ځکه زیات تمرین ستاسو جرأت زیاتوي او لا مو په خپلې ويناوالى کې پیاوړي کوي.

همدارنګه د هغې موضوع په اړه بار ـ بار تمرين وکړئ چې تاسو يې وړاندې کول غواړئ.

                             ژبې سره مينه 
که غواړئ، چې ویاندویي مو پرمختګ وکړي، نو له خپلې  ژبې سره مینه  وکړئ، او د خپلې ژبې ترڅنګ نورې ژبې زده کړئ؛ پوهان وايي : ((د یوې ژبې پوهیدونکی د یوه او د ډېرو ژبو پوهیدونکی د ډېرو وګړو کار ته ادامه ورکولی شي. ))

                               غږ برابرول 
 خپل غږ مو منظم کړئ، ښه غږ هنر نه دی بلکې د هنر د وړاندې کولو لپاره ښه وسیله ده. ښه غږ د اوریدونکو توجو راړوي او پام يې تاسو ته کيږي.

 تاسې کوښښ وکړئ، چې ښه غږ جوړ کړئ، ځکه د ښه غږ په لرلو سره ستاسو وينا مونظمه کيږي او د دې ترڅنګه وينا وزن پيداکوي.

په ټولنه کې ځینې وګړي شته، چې ځاني پوهه لري، خو نورو ته له خپلې پوهې هیڅ نشي وړاندې کولئ، ځکه چې دوى د خبرو کولو مهارت نه لري او نه يې په کولو پوهيږي.

                              مثبت فکر
ښه خلک د تل لپاره مثبت فکر لري او مثبت فکر هم د دوی په ستونزو کې اسانتیاوې را منځته کوي.

تر هر څه وړاندې باید مثبت فکر وکړئ، مثبت فکر کول له تاسو سره مرسته کوي.
د ځان په اړه شک کول هېر کړئ؛ ځکه شک کول مو روحیې ته زیان رسوي او د زیان تر څنګه تاسو خپلو کارونو کې ناکام پاتې کېږئ.

نوټ:
 يو شمېر کسان وينو چې په علمي او محلي غونډو کې د يوې موضوع په اړه په خپل زړه کې ښه نظر لري، خو نشي کولاى خپل نظر د نورو په وړاندې ووايي، ځکه چې د ويلو مهارت نه لري.

 سردار محمد داود خان خبره :
(( تصمیم د بریا لومړی شرط دی.))
همدا اوس تصميم ونيسئ، کېداى شي پورته ليکنه له تاسو سره په وياندويى کې مرسته وکړي.