په پنځه زره کسانو  ته پلی شو خو HIV (اِچ ای وي) واکسين پايله ورنه کړه 

روهي (درې نۍ/۱۵ د سلواغې)، د روغتيا ملي انسټېټيوټ ويلي دي چې په افريقا کې يې په پنځه سره کسانو د HIV واسکين تطبيق کړ، خو مثبته پايلې نه ده ورکړې. 

روغيتا پالان وايي چې دغه چارې مايوسه کړې دي خو لا هم خپلو هڅو او تجربو ته دوام ورکوي، ترڅو د HIV سرعي ناروغۍ ته دمخنيوي لار پيدا کړي. 

د لیندا-ګیل بکر په نوم د روغتيا ملي انسټېټوټ يو ډاکټر چې د HIV واکسين د کمپاين غړی دی ويلي دي چې ياد واکسين ۵ زره کسانو ته ورکړل شوی، پايلې يې نه ده ورکړې خو دوی به دا لړۍ جاري وساتي ځکه ياد واکسين کومې جانبي ستونزې نه لري. 

HIV چې وروسته د ايډز لامل کيږي يوه نړيواله ناروغي ده چې تر اوسه يې د درملنې اساسي لارې نه دي موندل شوې.