پنځه هغه لارې چې ښه زده کړو وکړو!

پنځه هغه لارې چې ښه زده کړو وکړو!
ايا دېته مو تر اوسه پام شوى چې څومره مو سن پورته ځي نو د زده کړې معيار کښته کيږي او زده کره سخته کيږي،خو دا يو حقيقت ده، چې ټول ورسره مخ يو ،او سره له دې نور د پخوا پشان چټکه مطالعه نه شو کولى،له سختو ليکنو ژر مطلب نه شو اخيستى. دا طبيعي خبره ده مونږ ته به د ناهيلۍ احساس هم رالويږي،خو هغه څه چې ډېر اړين دى هغه ستاسو عکس العمل ده چې د دې په وړاندې يې کوو.او په هغو پنځو لارو چارو غږيږو چې له مونږ سره په زده کړه کې مرسته کوي،هغه دا ده:
1- زده کړه په دمه: د زده کړې هغه موده چې ډېره اوږده وي او تاسې په ريښتيا سره چې ستړي کېږئ نو وړه يې کړئ. هو که غواړې چې يو شى په ښه توګه زده کړئ نو د دې کوښښ مه کوئ چې په يو وار يې خلاص کړئ.د بيلګې په ډول که غواړئ يو کتاب ولولئ او په سمه توګه مو زده شي نو په يو وار يې مه لولئ،هره ورځ يې يو څپرکى له سترګو تېر کړئ،که چيرته ټول کتاب په يو ځل ولولئ نو له هغو کليدي خبرو به بې برخې شئ چې وروسته ستاسو د ذهن ور خلاصوي.
2- له کلاسيکو طريقو ګټه واخلئ: بالکل،دا اړينه نه ده چې تل د کمپيوټر يا تيلفون تر شا ناست اوسئ او زده کړه وکړئ،بلکې دا لا غوره بريښي چې يو قلم او يو کتابچه درسره واخلئ او هغه ياداښتونه او ليکنې چې ستا لپاره نوې وي ،وې ليکئ،د بيلګې په ډول يو کتاب په لومړي ځل لولئ نو ګوندې داسې ډېر شيان وي چې تاسو ته نوي وي او ټول په يوه وار ذهن ته ونه سپارئ ،نو يو ياداښت ترې واخلئ، او په بل ځل ويلو ځان د ښو څيزونو څښتن کړئ.
3- د ورځې په اوږدو کې خوب کول: څېړنو ښودلې چې د 7-8ساعتونو خوب تر څنګ د ورځې لخوا ويده کېدل حافظه پياوړې کوي او که چيرته ډېره مطالعه کوئ نو د 20دقيقو خوب سره خپل ذهن تازه کړئ چې په انګليسي کې ورته Attention spanوايي.
4- په يو وخت کې څو دندې لرل: له څو دندو څخه په يوه وخت کې ډډه وکړئ ځکه کله چې غواړئ زده کړه وکړئ نو بايد ټول ذهني تمرکز مو سل پر سلو کې پر مطالعې وي. او دا پر دې مانا ده چې يو څوک وغواړي يو وخت کې هم درس ووايي،هم منډې ووهي او هم نڅا وکړي، چې په اصل کې به يې يو هم نه وي بشپړ کړى او ټول به ترې نيمګړي پاتې وي .
5- د ډېرو اوبو څښل: ډېر خلک پر دې باور دي چې د ګاز لرونکو څښاکو څښل مونږ ته انرژي رابښي او د اوبو پر ځاى دا ډول انرژي ګانې غوره ګڼي،خو حقيقت داسې نه ده او په اصل کې دا ډول انرژي ګانې د د بدن قدرتي انرژيو کچه لوړه،ټيټه کوي. د 2-3 ليترو اوبو څښل په ورځ کې ډېر اغېزناک او ګټور دي چې انرژي زياتوي،اشتيها کې مو بدلون راولي، او او د مغز په کارکردګۍ مثبته تاثير کوي.له بلې خوا ډېرې اوبه څښل هغه څه دې، چې مونږ سره په زده کړې کې ډېره مرسته کوي.
ليکنه: مريم صديقي