روهي( دوه نۍ/۱۴ د سلواغې )، کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي تېره شپه له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو له هوايي ځواکونو سره یو ځای د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې د نشه يي توکو د پروسېس دوه کارخونې کشف او له منځه وړې دي.
دا عملیات د سروبي ولسوالۍ په چینه کلي کې ترسره شوي چې د نشه يي توکو د دوه پروسېس کارخونو د له منځه وړو سربېره ۳۱۰۰ کیلو ګرامه چرس او ۲۸۰۰ کیلو ګرامه بنګدانه هم کشف او له نشه يي توکو سره د مبارزې د قانون پر بنسټ سوځول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې پدې عملیاتو کې دوه میله ښکاري وسلې کشف او ترلاسه شوې او د دې قضیې په تړاو څوک ندي نیول شوي.
وروستي