له خپګان څخه  د خلاصون لارې!

له خپګانه د خلاصون لارې!
زمونږ د ټولو ژوند کې داسې ورځې شته چې له ځانه له خپل حاله ناراضه يو حال مو بدل وي او د زړه په تل کې خوږ احساسوو، د داسې شي په لټه کې يو چې زړه مو پرې ښه شي او له دې حاله خلاصون ومومو.البته دا خپګان او غوسې په خلکو کې خورا توپير لري،کله ساعتونه ساعتونه دوام وکړي او کله هم ممکن ژر يې له لاسه خلاص نشو. د لنډمهاله خپګان او استرس توپير: ډېرى خلک چې لږ پرې غم زور شي نو داسې ګمان کوي،چې ګوندې زما رواني حالت ښه نه دی خو په اصل کې دا يوه طبيعي خبره ده او مونږ ټولو دا تجربه کړي،خو افسردګي او استرس بېله ناروغي ده چې ځانته نښې نښانې لري.او که پام ورته ونه شي نو له جدي رواني او جسمي ستونزو سره به مخ شو.دېته به هم پام کوو چې دا لږ لږ غوسه چې دوامداره شي نو پخپله رواني ناروغيو ته لار جوړوي،نو بايد په علاج پسې يې مټې بډوهو. اوږد مهاله د خپګان احساس مو له ناهيلۍ،ستړتيا سره مخامخ کوي او حتا ډېر لږ غم او غوسه مو پر احساساتو،افکارو او کړنلارو اثر پرېلاسي چې ورسره ارامښت او بې خوبۍ هم نوره شروع کيږي.ورو ورو مو زړه له هر څه توريږي او ټولنيزې چارې هم په سمه توګه مخ ته نشو بوولی،پخوانۍ ساتېريانۍ او شوخۍ راته په زړه پورې نه وي او دومره ستړي کيږو چې يوازينۍ هيله مو له دې حاله خلاصون وي. په نيکمرغۍ سره له دې حاله د خلاصون لارې شته او دې خواشينۍ ته د پاى ټکى کېښودى شو چې هغه دا دي:
1- له ريښتني ملګري سره مو د زړه خواله وکړئ: که داسې څوک لرئ چې د زړه هر حال او هره خبره ورته کولى شئ،د زړه له تله پرې باور لرئ نو له خپل حاله يې خبر کړئ د خپل زړه بړاس ورته خالي کړئ پرته له شکه چې ملګرى هغه څوک دی چې هم ستا درد احساسوي او هم يې د لرې کولو په پار ګامونه اخلي.
2- څه وخت روان پوهانو ته د تګ اقدام وکړئ؟ که چيرته په دې پوى شوئ، ملګرى او د کورنۍ غړي يوازې ارامښت درکوي خو ستا دې حال سره هېڅ مرسته نشي کولى او ورځ تر بلې دې حال په خرابېدو دی ، روان پوهانو ته تګ غوره وګڼئ. روان پوهان به تاسو ته تخصصي او فني لارې چارې دروښيي چې ښه شئ خو دا ياد ساتئ،چې له دې حاله خلاصون به وخت ونيسي،زړه ورته لوى کړئ.
3- د خداى يادول د ارامښت سرچينه ده: له خداى سره راز او نياز کول، بې شانه لويې هستۍ ته ځان سپارل دي؛چې هرومرو به درته ارامښت په برخه کوي.له غمونو او غوسو څخه خلاصون خداى سره په خبرو کولو او د خداى کتاب لوستل دي،په پوره ډول په دې باور ولرئ چې خداى پاک ستا خبرو ته غوږ ايښى نو د زړه نا ويل شوې خبرې دې ورسره وکړه او ارامښت دې ترلاسه کړه. ليکنه:مريم صديقي