کابل کې د کرونا ويروس د درملنې مرکز پرانېستل شو 

روهي (يوه نۍ/۱۳ د سلواغې)، د هېواد د عامې روغتيا وزارت مسوولين وايي چې د کابل ولايت له ښار په يوې لېرې سيمې کې يې د کرونا ويروس د تشخيص او درملنې مرکز پرانېستلی دی. 

د مسوولينو پر وينا هغه افغانان چې له چين افغانستان ته راځي نو لومړی په دغه مرکز کې معاينه او کتل کيږي او که چېرې د کرونا ويروس کومې نښې ولري نو تر بيړنۍ درملنې او څارنې لاندې به نېول کيږي. 

عامې روغتيا وزارت وايي چې په چين کې له افغان محصلينو ره په اړيکه کې دي، او هېواد ته د بېرته  راتګ په وخت کې به نوي جوړ شوي مرکز کې معاينه کيږي. 

که څه هم د کرونا ويروس سره د مبارزې مرکز مسوولين وايي چې په افغانستان کې د کرونا ويروس د خپرېدو  شونتيا کمه ده خو بيا يې هم ورته له وړاندې تياری نېولی دی.