فرانسوۍ لوبغاړې (سارا ابیتبول) خپل رورنکي راباندې جنسي تيری کړی 

روهي (جمعه/۱۱ د سلواغې)، د فرانسې د يخ يا سکېټ لوبغاړې (سارا ابیتبول)  ادعا کوي چې د خپل پخواني روزونکي يا کوچ له خوا پرې جنسي تيری شوی دی. 

نوموړې خپل پخوانی روزونکی (ژیل بیر) تورن کړی دی چې هغه مهال چې دی د ۱۵ او ۱۷ کالونو ترمنځ وه، جنسي يې ځورولې او تيری يې پرې کړی دی. 

سارا ابیتبول چې اوس يې عمر ۴۴ کاله دی زياتوي چې هغه وخت يې د ژيل بير په اړه شکايت کړی وو خو د فرانسې د سپورټ وزارت د نوموړې ادعا بې ځايه شمېرلې او رد کړې وه. 

سارا ابيتبول لومړۍ لوبغاړې ه ده چې د فرانسې د مشهور يخ لوبغاړي ژیل بیر په اړه د جنسي خورونو شکايت کوي، له دې وړاندې لسګونه نورو نجونو هم ورته شکايتونه ثبت کړي وو.