ولسمشر غني:  پر اوبو، کرنې او پوهنې بايد بنسټيزه  پانګونه وکړو

روهي (پنځه نۍ/۱۰ د سلواغې)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي بحث په دوام نن له غرمې مخکې د شکردرې، ګلدرې، فرزې او استالف ولسوالیو د بېلابېلو اقشارو استازو سره په سلامخانې ماڼۍ کې، وکتل.

ولسمشر ګډونوالو ته په وينا کې وويل چې دولت د افغاني محصولاتو بازارموندنې ته ژمن دی، د پنځلس اقلامو توکو د ارزښت ځنځیر تر کار لاندې دی، مګر په دې او نورو برخو کې د خصوصي سکتور رول مهم دی او په خپلو اړوندو سیمو کې دوی ونډې اخیستو ته وهڅوئ.

نوموړي وړاندې زياته کړې، د اوبو مدیریت ته اساسي پام کېږي. د کوچنیو بندونو جوړولو ته پیسې ځانګړې شوې دي او د دغو څلورو ولسوالیو اوبه چې موږ ته د طلا ارزښت لري، مدیریت کېږي. هغه زیاته کړه، د معارف په برخه کې اساسي اصلاحات په پام کې دي چې په پایله کې به یې شته ستونزې حل شي.

محمد اشرف غني د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې ويلي، چې  په نړیوالو مرستو اتکا باید کرار کرار کمه کړو او موږ باید په خپلو پښو د درېدو لپاره په اوبو، کرنې او معارف اساسي پانګونه وکړو، ترڅو پرځان بسیا شو خپل عواید زیات او ستاسو توقعات مدیریت کړو. هغه زیاته کړه، د ولسوالیو ودانۍ به د یو منظم پلان له مخې جوړې او د ځوانانو لپاره به ورزشي لوبغالي چې د ټولو غوښتنه ده، جوړ شي.