
روهي (پنځه نۍ/۱۰ د سلواغې)، د خيبر پښتونخوا صوابۍ پارمولي سيمه کې د پوليو يا ګوزن دوه واکسين کوونکي د ناڅرګنده وسله والو له خوا وژل شوي دي.
د خيبر پښتونخوا پوليسو د پېښې د تائيد ترڅنګ ويلي دي، چې پېښه هغه ورخت رامنځ ته شوې ده چې دغه دوه کارکوونکي کور په کور د ګوزن ضد واکسين کمپاين کولو.
د ګوزن يا پوليو د مخنيوي دغه دوه کارکوونکې ميرمنې وې چې يوه يې د پېښې په سيمه کې وژل شوي او بله يې په روغتون کې ساه ورکړې ده.