ایران کې د افغانانو ژوند او وضعیت

ایران کې هسې هم ټولو ته مالومه ده چې د افغانانو وضعیت بیخي خراب دی او د ایران پولیسو پرې د شکنجو او ظلم نوي ډولونه زده کړل.

خو له دې سره سره بیا هم افغانان له ایران نه راګرځي او د ذلالت ژوند کوي.
هو دا به ومنو چې خلک د مجبوریت او بې کارۍ له کبله ایران ته ځي، خو ایا کار او مزدوري په بې عزتۍ ارزي.

ایا کار په دې ارزي چې ستا دې ټول ژوند پکې تبا شي او ان د مرګ تر حده دې ووهل شې او یا مړ شي.

تازه موندنې چې ایران کې د افغانانو په تړاو شته بیخي هیښوونکي دي.
وروستۍ موندنې ښيي چې له ایران څخه چې کله هم د افغانانو جسدونه افغانستان ته رالیږدول کیږي، ګردې او د بدن نور غړي ترې ویستل شوي وي.

په دوی کې ځینې نیول شوي او له تښتولو وروسته ترې ګردې او د بدن نور غړي پرې کیږي، ځینې مړه کیږي او ځینې نور یې د مرګ تر کومې رسیږي، یا ژوندي پاتې کیږي چې ژوند یې اهمیت نه لري او یا مړه کیږي.

دا موندنې سرحدي سیمو کې شوي چې کله افغانان ایران کې مړه شي او بیا یې افغانستان ته جسدونه رالیږدوي، د بند ځینې غړي یې نه وي.

دا عادي موضوع نه ده، ډیره جدي موضوع ده او باید ټول افغانان ورته پام وکړي.
ایران کې ایراني پولیس او استخبارات له افغانانو ډول ډول کارونه اخلي، له مجبوریت یې ګټه اخلي او د خپلو ګټو لپاره یې کاروي.

ځینې سوریې او عراق ته د خپلو جګړو لپاره په لوړ امتیاز د فاطمیون لښکرو کې لیږي او ځینې نور بیا د نورو ګټو لپاره کاروي.

تاسو به اوریدلي وي چې ایران په دې اعتراف کړی چې افغانان د دوی لپاره سوریه او عراق کې جنګوي.

نو ایران ځکه افغانانو ته په قاچاقي لارو ورتګ باندې څه نه وایي چې د ایران ګټه پکې ده او له دې درکه نورې ډیرې پيسې لاس ته راوړي او خپلې ګټې پرې پالي.

ایران افغانان د مرګ خولې ته برابروي، لوړ امتیاز ورته مني او بیا چې کله ووژل شي، امتیاز یې هم ایران ته پاتې کیږي او جسد یې یو ځای پرته له تدفین پاتې شي.

نو افغانانو ته پکار ده ایران ته په تګ کې احتیاط وکړي، بې کاري او بې روزګاري په دې نه ارزي چې ته پرې بې عزته شې.

بې کاري په دې نه ارزي چې تاسو پرې مړه شئ، د بدن غړي مو پرې شي او یا ووژل شئ.

خپل وطن مو ګل وطن دی، پیسې خلک د عزت او ژوند لپاره ګټي، چې عزت اوژوند دې نه وي، پیسې به څوک څه کړي.