د منظور احمد پښتین لڼده پیژندنه او مبارزه

منظور احمد پښتین د عبدالودود محسود ځوی  په ۱۹۹۲ کال کې د سوېلي وزیرستان په مولا خان سرای کلي کې زیږېدلی دی. 

منظور پښتین خپلې زده کړی د کلي په ښوونځي کې پیل کړی او دا لړۍ یې د ګومل پوهنتون دېره اسماعیل خان نه د څارو (حیواناتو) د ډاکټر د سند په اخیستو پای ته ورسوله.

پښتین د خپل پلار، مور ،څلور ورونو او دري خویندو سره په یوه کور کې اوسېږي چې د مور او پلار په اولادونو کې مشر دی، واده یې کړی او یو ځوی لري.

ښاغلی پښتین په قوم مسید دی، وړوکوالی یې په خپل محلي کور کې تیر شوی او تنکی ځوان و چې په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې د پاکستان د پوځ د ظلمونو په نتیجه کې  دېره اسماعیل خان ته کډوال شو.

ښاغلی پښتین د عدم تشدد اتل باچا خان، د روښانیانو د تحریک مشر بایزید روښان او خوشحال خان خټک خپل لارښود مني.

د پښتین په وینا د پښتون قام په وړاندې مو ظلمونه په سترګو لیدل خو  فکر مو نه کوو چې د دوی سره کیدونکي ظلمونه دی د پاکستاني حکومت د  رهبرانو لخوا وي.

د ده په وینا کله یې چې په ۲۰۱۰م کال کې  زموږ له سیمې د پارلمان پخوانی غړی مولانا معراج الدین وواژه نو پوه شو چې د پاکستاني حکومت د جنرالانو او پارلمان لخوا زموږ وژنې په شعوري ډول کېږي.

پښتین له هغه وخته چې کډوالۍ ته آړ شو د پاکستاني ظالم حکومت په وړاندې د مبارزې فکر لره، خپل لومړي تنظیم یې  د محسود تحفظ تحریک په نوم په ۲۰۱۳ زېږديز کال کې جوړ کړ چې وروسته یې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم ونوموو.

پښتین هغه وخت د پښتون قام بشپړ ملاتړ تر لاسه کړ کله یې چې په اسلام اباد کې د پاکستان د پارلمان مخکې ته  د پاکستاني پوځ او ستخباراتي ادارو د ظلم په وړاندې اواز اوچت کړ.
پښتین وايي د پښتون قام په وړاندې د جګړو، وژنو او ځورونو پر ضد د لاریون د پیلولو لپاره مې ارمان دا و چې آی کاش پنځلس ـ شل مبارز او هوډمن ملګري ولرم او د دومره ډېرو پښتنو ملګرو د موندلو تصور مې نه کاوو.

منظور پښتین  په داسې مهال مبارزه پیل کړه چې ''هغه مهال خلکو فکر کاوه، چې که د بې انصافۍ، ګواښونو، سیالۍ او سوله ییز ژوند غوښتنه وکړي، ښايي ووژل شي. ''

پاکستاني رسنیو نه یوازی دا چې د منظور پښتین غږ ته یې انعکاس ورنکړ بلکې په  وړاندې یې منفي تبلیغات پیل کړل او تر ډېره یې نشرات د پښتون قام په وړاندې منفي ذهنیت سازی ته ځانګړي کړل.

د پاکستاني حکومت لخوا د منظور پښتین او د ملګرو په وړاندې یې تر دېره هڅه کیده چې د دوی د ناستو او فعالیتونو مخه ونیسي ، څو ځله یې پرې په بیلابیلو سیمو کې انټرنیټ بند کړ، د غونډو په ځایونو یې د دوی اوبه خوشي کړي ، لاری یې پرې بندي کړي... او داسې نوری زورونې.

د پاکستاني پوځ او استخباراتو لخوا د منظور پښتین نژدې ملګري ونیول شول ، ووهل شول او حتی ووژل شول چې په هغه کې د کوټې څخه یو مبارز ملګری یې ارمان لوڼې د پاکستان د پوځ لخوا په وهلو وهلو ووژل شو.

دا چې په پاکستان کې سیاسي ګوندونه تر ډېره د پاکستان د پوځ او استخباراتو د فشار لاندې دي نو د پښتنو د ځينو ګوڼدونو په شمول ډېرو ګوڼدونو د پښتین د مبارزی مخالفت وکړ.

منظور احمد پښتین خپل ناچاپ کتاب ته اندېښمن دی د ده په وینا که چاپ شي  نو د ډېرو پښتنو او بشر پاله خلکو قهرجن احساسات به راوپاروي.

دغه پښتون زلمی چې اوس د پښتنو د ژغورنې غورځنګ مشري کوي، وايي، پلار يې کله هم دوی ته مېوه نه ده راوړې او د ښوونکي په توګه یې ټوله معاش په کتابونو ورکاوه.
منظور پښتين له دی وړاندې په ۲۰۱۷م کال کې د پاکستان استخباراتو لخوا دوې ورځې او یوه شپه بندي شوی و خو په دا ځل بندي کیدو یې د د نړیوالو ادارو په شمول د ګڼو هیوادونو مشرانو غبرګون ښودلې.

په نړۍ کې ډېری خلک منظور احمد پښتین  د پښتون د وېښتابه رهبر او د یوه ستر تاریخې پښتنیز انقلاب بنسټګر بولي او تر ډېره یې خلک سره خولۍ د یوه انقلابي سمبول په ټوګه په سر ږدي.
د آزادۍ د انقلاب ګلونه
پښتین په ټنډه دي پېیلي ګرانه