سایبري جرایم (Cybercrimes) څه شی دی؟

ایا پوهېږئ سايبري جرايم څه شی دی؟

ایا پوهېږئ په سايبري جرایمو کې کوم شيان شامل دي؟

ایا پوهېږئ چې سايبري جرايم په کال کې د نړۍ اقتصاد ته څومره زیان رسوي؟

دا او دې ته ورته پوښتنې به مو ددې لیکنې په لوستلو سره جواب شي.

سایبری جرم یا (Cybercrime): هغه غیر قانوني عمل چې کمپیوټر او انټرنيټي شبکې پکې دخيلي وي د سایبري جرم په نوم یادېږي. یا په بل عبارت هغه جرايم چې د جرمي انګيزې په درلودولو سره د حقيقي  او یا حکمي اشخاصو په وړاندې تر سره کېږي او د هغوی شهرت ته په مستقيم او یا غیر مستقيم ډول زیان رسوي له سايبري جرایمو څخه عبارت دی.

 د عصري مخابراتي شبکو لکه انټرنیټ (د شبکې خونې (Chat room)، بریښنالیکونه، د خبرتیا بورډونه، ډلې)، ګرځنده ټيلفونونه (بلوټوت / SMS / MMS) او داسې نورو شیانو غیر قانوني کارول د سايبري جرایمو انواع بلل کبږي. سایبر کرایم یو د هغه خطرناکو جرایمو له جملې څخه دی، چې  د یو شخص او مالی روغتیايې پروګرامونو نه نيولې ان د یو هېواد د امنيت تر کچې پورې شیان ګواښلی شي. همدارنګه سايبري جرايم او دې ته ورته نور موضوعات لکه هایکنګ (Hacking ، کاپي رايټCopyrig ht (د کاپي له حق څخه سرغړونه)، غیر مشروع ډله ایزې څارنې (Mass-Surveillance)، سیکسټورشن (Sextortion)، د ماشومانو فحشاء او د ماشومانو ګرومنګ Grooming)) هغه کارونه دي چې په تر سره کولو سره يې سايبري شخص مجرم ګڼل کېږي او دغه شيان ددې ډول جرمونو په اړه مسئلې تر لوړې کچې پورې رسولی شي. ددې تر څنګ په مخابراتي او انټرنيټي شبکو باندې په قانوني او یا غیر قانوني شکل د محرمویا پټو اسنادو خپرول هم سايبري جرم ګڼل کېږي.

د Debarati Halder and K  Jaishankar په نظر د ښځو د جنسي ځورونو له پلوه سایبر کرايم هغه جرم ته ویل کېږي: چې په قصدي شکل د مخابراتي شبکو لکه انټرنيټ، ګرځنده ټيليفونونو او یا نور انلاين وسایلو په کارولو سره افرادو ته رواني او یا فزيکي زیان واړوي یا په ساده اصطلاح هر هغه جنسي ځورونې او تهديدونه چې په هغې کې ګرځنده ټيلفون او یا انلاين انټرنيټي وسایل وکارول شي د سایبر کرايم په نامه یادېږې.

دا چې انلاين ځورونه او اذیت څه ته وايې؟ یو جلا بحث دی، چې په دې ځای کې د موضوع د اوږدېدو له امله پرې زه بحث نه کوم، خو که  دولتي او یا غیر دولتي فعالین په نړیواله کچه په جاسوسۍ، مالي غلا او یا  دخپلو هېوداونو له پولو ور اخوا د نورو جرايمو په ګډون په سايبري جرایمو کې دخيل شي او لږ تر لږه د یوه باندني دولت په داخلي چارو کې مداخله وکړي، دې حالت ته سايبري جنګ یا(Cyberwarfare ) ویل کیږی.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د مکافي (McAfee) له لورې په یو خپاره شوي راپور کې د سایبري جرایمو له امله نړیوال اقتصاد ته په یوه کال کې اوښتی تاوان ۴۴۵ میلیارده ډالر ښودل شوي او همدارنګه د ۲۰۱۲ میلادي کال په اوږدو کې د امریکا متحده ایالاتو ته د انلاین کريډيټ او ډبیټ کارتونو د درغلیو له امله شاوخوا ۱.۵ میلیارده ډالر تاون رسېدلی دی.

په 2018 میلادی کال کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز (CSIS)  د یوې څېړنې لخوا ښودل شوې چې ټوله نړۍ په کال کې نږدې ۶۰۰ میلیارده ډالر د سایبري جرایمو له امله د لاسه ورکوي، چې د نړيوالې GDP نږدې یوه سلنه  جوړوي.