روهي (دوه نۍ/۷ د سلواغې)، د Cardiff پوهنتون ساينس پوهانو وايي چې د انسان په دفاعي يا immune سېسټم کې يې داسې موندې کړې دي، چې په پايله کې به يې د سرطان هر ډول ناروغيو مخنيوی او درملنه پرې وکړي.
د دغه پوهنتون ساينس پوهانو تر اوسه د سږو، پروستات او سينې سرطانونو د وژنې د وژنې مېتود د انسان په دفاعي سېسټم کې پيدا او ازمويلی دی.
څېړونکو د انسان د وينې دننه د T-cell په نوم حجرې پيدا کړې دي، چې د نورو دندو ترڅنګ يې يوه دنده د سرطاني حجرو وژنه او له منځه وړنه ده.
ساينس پوهان وايي چې پخوا دا علم نه وو موجود چې په وينه کې T-cell د دفاعي سېسټم هغه غښتلې برخه ده چې د سرطاني حجرو په له منځه وړلو او د خطر په اړه د خبرو ورکولو برخه کې فعاليت کوي.
وروستي