افغانستان له پاکستان سره د لوبې بشپړ تیاري لري

روهي(یوه نۍ/۶ د سلواغی)، د افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ د لوبډلې روزونکي رئيس احمدزي  وویل چې لوبډله یې پوره تیاره ده. ښاغلي احمدزي وویل: واقعا چې کوارټر فاینل ده، په زړه پورې میچ به وي. ان شاء الله ډاډه یو. لوبغاړي چې لږ احساسات راکنټرول کړي، دا چې پاکستان سره میچ ده لوبغاړو احساسات لږ زیات وي، پدې څلورو ورځو کې چې مونږ یې لرو په دې به کار وکړو چې هر چا سره چې لوبه کوو، نارمل لوبه به وکړو او له ګټې وروسته خپل احساسات وښيو.
د پاکستان د نوولس کلنو لوبډله بیا په خپل ګروپ کې دوهمه وه. د افغانستان د نوولس کلنو په لوبډله کې شفیق الله غفاري په سپين بالینګ او ابراهیم ځدراڼ په بېټینګ کې زیات ځلیدلي دي. دا کوارټر فاینل لوبه ده چې ګټونکی یې سیمي‌ فاینل ته وځي. دا لوبه د سویلي افریقا د بینوني ویلیم مور په پارک کې کیږي.
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله په ګروپي لوبو کې لومړۍ وه او په خپل ګروپ کې یې کوربه سویلي افریقا او عربي متحده امارات په لوی توپير سره مات کړي وو او وروستۍ لوبه یې له کاناډا سره د باران له امله نه وه شوې.